په ۶ میاشتو کې د شکرې ناروغۍ له ۳۵۰۰ زیات افغانان وژلي دي

د روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې شکرې ناروغۍ د روان کال په ۶ لومړنیو میاشتو کې له ۳۵۰۰ زیات کسان په افغانستان کې وژلي دي.

شکرې ناروغي په وجود کې متابولیک اختلال دی.

په دې ناروغۍ اخته کس وجود، د انسولین تولید توان نه لري او یا تولید شوي انسولین نه شي کولی طبیعي عمل وکړي.

د دغه وزارت سلا کار قمرالدین صدیقي نن د (نومبر په ۱۵ مه) د شکرې (دیابت) ناروغۍ  نړیوالې ورځې نمانځنې (۱۴نومبر) په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل، چې دغه معلومات د روغتیا وزارت د روغتیايي معلوماتو راټولو په دستګاه کې ثبت شوي دي، خو دغه وزارت په دیابت (شکرې) ناروغۍ اخته کسانو شمېر نه لري.

د ده په خبره، د دغو معلوماتو راټولو زیاتو مالي امکاناتو ته اړتیا لري.

صدیقي زیاتوي، چې په افغانستان کې په ۲۰۱۲ز کال کې ۹۴۹ تنه د دیابت په ناروغۍ اختیه وو.

په افغانستان کې د نړیوال روغتیايي سازمان سرپرسته ډاکټره ایمان شانکتي وايي، چې تر ۲۰۳۵ ز کال پورې له هرو ۱۲ کسانو یو تن او په ټوله کې ۶۰۰ میلیونه خلک به په نړۍ کې د شکرې په ناروغۍ اخته شي.

مېرمن شانکتي وايي، چې په هغه وخت کې به هر کال شاوخوا ۵ میلیونه تنه د دې ناروغۍ له امله ومري؛ یعنې په هر ثانیه کې یو تن.

د نوموړې په خبره، په راتلونکي کې به د دیابت ناروغۍ کلنۍ لګښت ۶۰۰ میلیاردو ډالرو ته لوړ شي او که مخنیوی یې وشي نو ۱۱ سلنه روغتیايي لګښت به وسپمول شي.

د افغانستان روغتیا وزارت سلا کار وايي، چې د اټکلي شمېرو له مخې سږ کال په نړۍ کې شاوخوا ۳۸۷ میلیونه کسان په دیابت اخته شوي دي.

دی وايي، د دیابت تشخیص له پاره درې مرکزونه په کابل او یو په هرات کې جوړ شوي دي.

دغه وزارت له افغانانو غواړي، چې د دیابت نه د ساتل کېدو په موخه دې روغتیايي خواړه وخوري؛ له ډېر خوراک نه ډډه وکړي او ورزش ته دې مخه کړي.

دوی وايي، د دې ناروغۍ د سنجش په برخه کې د روان ز کال نه تر ۲۰۲۰ز کال پورې په ټول هېواد کې د پېژندې او سنجش مرکزونو رامنځته کولو پلان لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام