غني: له چین سره د عینکو کان تړون تازه کوم

افغان ولسمشر  او د کابینې یو شمېر  وزیران  نن د یو سفر په ترڅ کې د لوګر ولایت امنیت پراختیا، غوره حکومتولۍ ارزونې او د خلکو ستونزو د اورېدو له پار لوګر ولایت ته تللی و.

ولسمشر محمد اشرف غني په دغه ولایت کې ولسونو سره د خبرو  پرمهال وویل، چې د چین له مرستیال ولسمشر سره  یې خبري کړي او ډير ژر به د لوګر مس عینک کان تړون له پوره تغیراتو  وروسته تازه کړي.

ښاغلي غني وویل، چې له چین سره د مس عینک کان تړون تر بدلون  وروسته به د کان کېندلو عملي چارې پيل شي.

نوموړي زیاته کړه، لوګر د مس عینک کان تاریخي اثارو، د پخوانیو ماینونو موجودیت، د ځمکو د املاکو او د امنیت ستونزې هوارې شوي دي.

ولسمشر غني په دغه ولایت کې د دولتي کارکوونکو، امنیتي بنسټونو مسولینو او ولسي وګړو سره تر خبرو وروسته امنیتي ځواکونو ته امر وکړ، چې په دغه ولایت کې د دولتي ځمکو په غصب تورن کسان ونیسي او د قانون منګلو ته دې وسپاري.

غونډه کې د عالمانو او قومي مخورو  په استازیتوب مولوي اسدالله حنیف وویل، چې د ملي یووالي حکومت څخه ملاتړ کوو او غوښتنه وکړه، چې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د والي تر مشرۍ لاندې د عالمانو شورا وې جوړې کړي.

په ورته وخت کې غونډه کې د افغان مېرمنو په استازیتوب عنیطا حلمي وویل، دغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي تړل شوي او مېرمنې د کورنيو اقتصادي ستونزو له امله ستونزو سره مخ دي.

هغې له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه، چې په دغه ولایت کې د مېرمنو اقتصادي خوندیتوب له پاره دې پروژې پلي کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې لوګر ولایت ته سفر کوي چې په دې ورستیو کې د دغه ولایت امنیت تر پخوا خرابه شوي  او په یو شمېر سیمو کې  د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات پیل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام