د ډالرو لوړوالي له وجې به پر هر کيلو واټ برېښنا کې ۵ پوله فرق راشي

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، چې د ډالرو د ارزښت لوړېدل به د برق په بېلونو هم اثر وکړي.

دوی زیاتوي، لکه څرنګه چې د ډالرو ارزښت د افغانيو په پرتله لوړ شوی، نو د برېښنا پر قيمت يې هم اغیزه کړې ده.

د برېښنا د عمومي ریاست ویاند وحيد توحيدي سلام وطندار ته وویل، چې افغانستان له ګاونډيو هېوادونو برېښنا په ډالرو اخلي او لکه څرنګه، چې په دې وروستيو کې د ډالرو ارزښت د افغانيو په پرتله زیات شوی، نو د برق لګښت به هم پر کورونو او د ښار پر نورو ودانيو زیات راځي.

یاده دې وي، چې پخوا سل ډالر ۵ زره او ۵۰۰ افغانيو شاوخوا تبادله کېده، خو اوسمهال دغه نرخ ۶ زره او ۵۰۰ افغانیو ته لوړ شوی.

توحيدي زیاتوي، د برېښنا شرکت په دې وجه، چې د افغانیو په پرتله د ډالرو ارزښت پورته شوی، نو د تېرو ۶ میاشتو راهیسې يې ۷ ميليونه ډالره تاوان کړی.

د نوموړي په خبره، د افغانستان د برېښنا شرکت هر کال له ۲۰۰ میليونو افغانیو زیاتې پېسې ګاونډيو هېوادونو ته د برق د لګښت له امله ورکوي، خو په دې وروستيو کې د ډالرو د ارزښت لوړوالي له امله نه شي کولی، چې دغه مقدار پېسې تحويلې کړي.

د برېښنا عمومي ریاست د ویاند په وینا د راتلونکي ليندۍ میاشت څخه وروسته به په هر کيلو واټ کې ۵ پوله زیاتې شي.

راتلونکي ليندۍ یا قوس میاشت به د برق څلورمه دوره وي.

په هرات ولایت کې پر کورونو د ویشل شويو بيلونو په پای کې ليکل شوي، چې په راتلونکي دوره کې به د ډالرو د ارزښت لوړېدو له امله د برق لګښت هم لوړ راځي.

خو د هرات ولایت ځينې اوسېدونکي بیا وايي، چې د دولت له خوا د برق د لګښت زياتوالی له عامو خلکو یو ډول باج اخیستل دي.

دوی وايي، اوسمهال زیات افغانان له بيکارۍ او فقر سره مخ دي او په دغو شرایطو کې د برق د بيې لوړوالی به دوی ته د منلو وړ نه وي.

دوی وړاندیز کوي، که چېرې د برق لګښت د ډالرو د بيې په اساس حسابيږي، نو د مامورينو معاشونه دي هم باید د ډالرو له مخې ورکړل شي، تر څو دوی خپلو نورو لګښتونو ته رسېدنه وکولی شي.

همدارنګه په هرات ولایت کې د برېښنا مسوولين وايي، چې د ډالرو د بيې لوړوالي له امله دغه شرکت څو ميليونه تاوان کړی او دغه ریاست پريکړه کړې، چې د برق لګښت زیات کړي.

څو ورځې وړاندې دغه شرکت په هرات کې د برېښنا لګښت په هر کيلو واټ کې له ۳،۲ افغانيو څخه ۵،۲ ته لوړه کړې وه.

د برېښنا د ریاست له لوري دغه اقدام د هرات اوسېدونکو له سخت غبرګون سره مخ شو، چې وروسته بیا د هرو کيلواټو بیه يې ۴ افغانيو ته راښکته کړه.

اوسمهال ۱۲۰ میګاواټه برېښنا له ایرانه او ۲۰ میګاواټه نور يې بیا له ترکمنستان هېوادونو هرات ولایت ته وارديږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام