ایسا: نږدې ۱۰۰ میليونه ډالره د روغتيا په برخه کې پانګونه شوې

د پانګونې د ملاتړ ادارې یا ایسا مشر قربان حقجو وايي، چې په خصوصي برخه کې تر اوسه شاوخوا۱۰۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې.

حقجو د افغانستان په درې ورځيني طبي نندارتون کې د خواشينۍ په څرګندولو سره زیاته کړه، چې هر کال ۳۰۰ میليونه ډالره د ناروغانو د درملنې په موخه له هېواده خارجیږي.

دغه نندارتون، د هېواد ډاکټرانو، پانګوالو او د نورو بهرنيو اشخاصو په ګډون د درېیو ورځو له پاره په کابل کې ترسره کيږي.

د ایسا مشر زیاتوي، چې هر کال افغانستان د ۸۰ میلیونو ډالرو په اندازه درمل له بهرنيو هېوادونو واردوي.

همدا اوس په افغانستان کې ۸ د دارو جوړولو کارخانې شته، چې درې يې فعالې دي.

هغه وايي، سره له دې هم په افغانستان کې درمل په قاچاقي توګه وارديږي او دغه دارو بې کېفيته هم دي.

قربان حقجو زیاتوي، چې د دغه نندارتون يوه اصلي موخه د بې کېفيته او قاچاقي درملو د واردېدو مخنيوی دی.

نوموړي وړاندیز وکړ، چې په کابل او د هېواد په پنځوو حوزو کې روغتيايي ښارګوټي جوړ شي، تر څو ټول هېوادوال صحي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

همدارنګه د ایسا ادارې رییس دا هم وویل، چې دولت باید پانګوالو ته ځمکې په واک کې ورکړي، ترڅو خپل ۶۰ سلنه پانګه د ساختمانونو په جوړولو مصرف نه بلکې او همدغه پېسې د صحي خدماتو پر کېفيت ولګوي.

د حقجو په خبره که د روغتونونو لګښتونه ښکته شي، نو د درملنې لګښت به هم ورسره ټيټ شي.

له بل لوري په کابل کې د هند سفير امر سينها وايي، چې هند له افغانستان سره د نورو اړيکو تر څنګ د دارو او درمل په اړه هم پخواني اړيکې لري او نه باید د قاچاقي درمل په واردولو سره زیاتې پېسې د قاچاقچيانو جيبونو ته لاړې شي.

په دغه نندارتون کې د ۲۸ اکټوبر څخه تر ۳۰ مې نېټې پورې به ټول صحي خدمات خلکو ته په وړيا ډول وړاندې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام