افغان کرکټ لوبډلې یو ځل بیا زمبابوې ته په ۲۰ اوریزه دوه اړخیزه سیاليو کې سخته ماتې ورکړه.
ددې دوه اړخیزو سیاليو لومړۍ لوبه هم افغان کرکټ لوبډلې ګټلې وه
زمبابوې په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوزېدو ۱۹۰ منډې کړې وې.
د افغان لوبډلې له لورې عثمان غني او شهزاد محمدي ښه پېل وکړ او په ګډه ملګرتیا یې ۹۵ منډې جوړې کړې
د عثمان غني او شهزاد له اوټ کېدو وروسته ګلبدين نایب ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د زمبابوې په خلاف یې خپله نیمه سلیزه جوړله کړله
په نننۍ سیالۍ کې د افغان لوبډلې له لورې عثمان غني ۶۵ شهزاد محمدي ۲۴ محمد نبي ۱۵ کریم صادق ۱۱ نجیب ځدران ۲ ګلبدین نایب ۵۶ او شفیق الله شفق ۷ناسوزېدلې منډې جوړې کړې.
له دې وړاندې په ۵۰ اوریزه دوه اړخیزو سیاليو کې هم افغان لوبډلې اتلولي ګټلې وه او دا دویمه ستره ماتې ده چې زمبابوې لوبډله یې په خپل کورې له افغان لوبډلې څخه خوري.