د سپین غر بازان لوبډلې بنګله دیشۍ لوبډله هم په ګونډو کړه

د افغانستان په استازیتوب په سویلي اسیا فوټبال کلپونو کې لوبه کوونکي (د سپین غربازان) فوټبال لوبډلې د افغانستان په کچه د اتلولۍ وروسته له هیواده بهر هم لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د سپین غر بازان لوبډلې بیګا شپه د (شیخ کمال) ترنامه لاندې د فوټبال په نړیوال ټورنمنټ کې  د يوې په زړه پورې لوبې وروسته د کوربه بنګله دیش (ډهاکه محمدان) لوبډله( ۱ / ۰ ) ګول له ماتې سره مخ کړه.

د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، چې د افغانستان له پاره لومړې او یواځینې ګول (انوراکبري) د لوبې په لومړۍ نیمایي ۳۳ مه دقیقه کې ترسره کړ.

د لومړۍ سیالۍ په ګټلو سره د سپین غر بازان لوبډلې لوبغاړي انور اکبري ته ۵ سوه ډالره او پخپله د سپین غر بازان لوبډلې ته ۱۰۰۰ ډالره دانعام په توګه ورکړل شول.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د بنګله دیش په چټاګانګ ښار عزیز نړېوال فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه، چې د زیات شمیر افغان محصلینو لخوا هم ننداره او بدرګه شوه.

د اعلان شوي مهال ویش له مخې به دافغانستان څخه (د سپین غربازان) فوټبال لوبډله سبا خپله دوهمه لوبه په لومړي ګروپ کې له هندۍ (کلکته محمدان) لوبډلې سره ترسره کړي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د سبا ورځې سیالۍ به دافغانستان په وخت ماښام ۶ بجې د بنګله دیش په محمد عزیز فوټبال نړیوال لوبغالي کی ترسره شي.

د سویلي اسیا مخکښه فوټبال کلپونو ترمینځ د شیخ کمال ترنامه لاندې د فوټبال ټورنامنټ د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۰ مه نیټه پیل او په ۳۰ مه نیټه به داتلې لوبډلې په اعلان سره پاې ته ورسیږي.

د سیالیو د چارواکو په وینا، ددې ټورنمنټ اتله لوبډله به ۲۵ زره امریکایي ډالره، دویم مقام ګټوونکي لوبډله ۱۰ زره امریکایي ډالره او هره ګډون کوونکې لوبډله ۶ زره امریکایي ډالره د انعام په توګه ترلاسه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام