د کندوز ولایت په نښته کې ۶۷۰ طالبان وژل شوي دي

د کندوز ولایت سیمه ییز حکومت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۶۷۰ طالبان، ۲۲ افغان امنیتي سرتېري او ۷۰ تنه ولسي وکړي وژل شوي دي.

دغه څرګندونې نن د (اکټوبر په ۲۰مه) د کندوز ځای ناستي والي حمدالله دانشي له رسنیو سره په خبرو کې کړي دي.

نوموړي وویل، چې د کندوز ښار په دوه اونیو نښته کې ۳۵۰ وسله وال طالبان، ۱۸۰ ولسي وګړي او شاوخوا ۷۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

دغه نښته د روان کال د ( سپټمبر په ۲۷مه/ د تلې میاشتې په ۵مه) پيل شوه، چې وسله والو طالبانو د څوو ساعتونو نښتې وروسته د کندوز ښار ونیاوه.

کندوز ښار درې ورځې د وسله والو طالبانو په لاس کې و، چې بېرته امنیتي ځواکونو لاسته ورغی او امنیتي ځواکونو له دوو اونیو وروسته ښار په بشپړډول د طالبانو له موجودیت څخه پاک کړ.

امنیتي بنسټونو د کندوز ولایت د سقوط په لومړي ماښام په یوې خبري غونډه کې وویل، چې کندوز به ډېر ژر د امنیتي ځواکونو لاسته ورشي او زیاته يې کړه، چې د کندوز د سقوط لامل او ښکېل کسان به په نښه کړي.

ولسمشر څو ځلې د کندوز له سقوط وروسته په رسنیو کې راښکاره شو او و ېې ویل، چې د کندوز پېښې د څېړلو او په نښته کې د ولسي وکړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي له پاره یې کمېسیونونو ته دندې سپارلي دي.

غني د دغه ولایت د سقوط د څېړلو له پاره د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردګ او د ملي امنیت رییس امرالله صالح په مشرۍ یو کمېسیون ته هم دنده سپارلې ده.

په ورته وخت کې د کندوز ولایتي شورا رییس یوسف ایوبي سلام وطندار ته وویل، چې د دغې نښتې اوښتو زیانونو شمېر په کره ډول معلوم نه دی.

د ولایتي شورا رییس وویل، د ولایت دغه شمېرې نه تاییدولی او نه هم ردولی شي.

نوموړي وویل، د دغې نښتې د تلفاتو د معلومولو په اړه د دوی څېړنې روانې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام