ولسمشر غني ته په یوه اونۍ کې له ۱۵۰۰ نه زیاتې کنځلې کېږي

د ولسمشرۍ ماڼۍ رسمي فېسبوک پاڼه، د ولسمشر غني له پاره د کنځلو ځای دی.

هغه هېوادوال، چې د هغه له کړنو خوښ نه دي؛ هر څه یې چې زړه وغواړي، په دغه پاڼه کې یې له خپل ولسمشر نه، نه درېغوي.

په یوه ساده حساب کتاب کولی شئ، پوه شئ، چې ولسمشر غني ته په یوه ورځ یا اونۍ کې څو کنځلې کېږي.

موږ چې له دغې پاڼې نه کومې شمېرې اخیستي، ښيي چې ولسمشر ته په یوه اونۍ کې د (سپټمبر له ۲۹ مې نه د اوکتوبر تر ۵مې) نېټې پورې شاوخوا ۱۵۰۰ کنځلې شوې دي.

په تازه وختونو کې ولسمشر او حکومت ته یې له دې شمېرې هم زیاتې کنځلې کېږي، خو دا امار د اوکتوبر په ۸مه نېټه د ارګ له رسمي پاڼې نه راخیستل شوي دي او کله چې مو وروسته همدې پاڼې ته مراجعه وکړه، پام مو شو، چې ډېر پوسټونه د پاڼې د چلوونکي له خوا ډېلېټېږي.

له بلې خوا ولسمشر غني په خپل نامه یوه پاڼه هم لري، چې هلته هم د کنځلو بازار ګرم دی.

البته بې له کنځلو انتقادونو پوسټونه خپل ځای لري.

پرته له هغې شمېرې، چې ولسمشر ته یې بېلابېلې کنځلې کړې دي، ۷۰۰ فیسبوکي ادرسونو پر ولسمشر محمد اشرف غني سالم انتقادونه کړي او ۲۵۰ تنو نورو د ده پر کړنو نظرونه ورکړي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ رسمي پاڼې په یوه اونۍ کې ۳۳ پوسټونه/ ځړوني خپاره کړي دي، چې پر دغو پوسټونو ۳۰۹۸ نظرونه/ کمېنټونه ورکړل شوې دي.

په دغو ۳۰۹۸ کسانو کې یواځې ۱۰۱ تنو په خپلو نظرونو کې له ولسمشر نه ملاتړ اعلان کړی دی.

د ارګ په پاڼه کې دغه پوسټونه په کندوز ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو د نښتو پر مهال شوي دي او د فیسبوک ډېرو چلوونکیو ولسمشر غني د کندوز د پېښې اصلي لامل ګڼلی دی.

د فیسبوکونو دغو ادرسونو پر ولسمشر غني سربېره، د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر، د ملي امنیت رييس رحمت الله نبیل، د کورنیو چارو وزیر انورالحق علومي، د دفاع وزارت سرپرست وزیر معصوم ستانکزي او د کندوز پر پخواني والي عمر ساپي سختې نیوکې کړي او هغوی یې په بدو الفاظو یاد کړي دي.

د هغو وعدو پر بنسټ، چې ولسمشر غني د کندوز د پېښې د عاملینو د محاکمه کولو په اړه کړې وې؛ تقریباً د فیسبوک ډېر کارونکو د ملي امنیت د رییس او د کورنیو چارو وزیر خبرو ته په اشارې سره ویلي دي، چې د ولسمشر او د ملي امنیت د مشاور له خوا ورته د عملیاتو د کولو اجازه نه ورکړل شوې، نو ولسمشر دې د محاکمې او مجازاتو لړۍ له ارګ راپیل کړي.

له بلې خوا د (طالب مجاهد) او … په نامه د فیسبوک یو شمېر ادرسونو د ولسمشرۍ ماڼۍ د پوسټونو لاندې د کمېنټ په ځای کې د طالبانو اعلامیې، خبرونه او نور موضوعات پورته کړي دي.

اجرایه ریاست

د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله که څه هم کمې، خو په دغو کنځلو کې بې برخې نه دی پاتې شوی.

البته د ده برخه ځکه کمه ده، چې فیسبوک پاڼې د خوښوونکو شمېر یې نسبت د ولسمشر پاڼې ته ته کم دی. همدا اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ فیسبوک پاڼه ۷۰۰ زره تنه او د اجرایه ریاست پاڼه نېږدې ۱۵۰ زره لوستونکي لري.

په یوه اونۍ کې د اجرایه ریاست له فیسبوک پاڼې نه ۱۸ ځړوني/پوسټونه شوي دي، چې دغو ځړونو ۱۳۱ نظرونه/ کمېنټونه اخیستي دي. په دغو نظرونو کې ۶۰ کسانو اجرایه رییس ته کنځلې او ۴۰ تنو انتقاد کړی دی.

د دغو شمېر پر بنسټ د ټولنیزو شبکو اکثره کاروونکي، په ځانګړي ډول فیسبوکي ادرسونه د هېواد د وګړو د یوې برخې په توګه، د ملي یووالي حکومت نه راضي نه دي او دا نارضایتي دې حد ته رسېدلې ده، چې هغوی یې تاوتریخوالي کنځلو ته اړ کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام