د افغانستان د یو کلن جنګ لګښت له ۹ میلياردو ډالرو اوړي

د افغانستان د جنګ په اړه د" سولې او دموکراسۍ له پاره برابري" بنسټ په نوم نوې څېړنې ښي، چې يواځې په ۲۰۱۴ م زېږدیز کال کې افغان دولت ۹ میليارډه او ۹۱ میليونه ډالره د جنګ او فراط ګرايې په برخو کې لګولي دي.

د یاد څېړنيز راپور د تازه شمېرو له مخې دغه لګښت د افغانستان د کورني عاید ۴ برابره ښودل شوي.

د سولې او دموکراسۍ له پاره د برابرۍ د بنسټ مسوولان وايي، چې افراطیت، منازعه، جنګ او جګړې په افغانستان کې د روغتيا، ښوونې او روزنې او نورو بیخ بناوو ته زیان رسوي ، ځکه د دوی په خبره هغه بودیجه، چې باید په دغو برخو کې مصرف شي د جنګ قرباني کيږي.

همدارنګه په دغه راپور کې راغلي، چې د جنګ جګړو له امله د ښوونې او روزنې پروسه زیانمن کيږي او دولت مجبوريږي، چې دغه لګښت د ښوونې له بوديجې ورکړي.

په ياد څېړنیز راپور کې راغلي، د افغانستان یوکلن جنګ لګښت کولی شي، چې ټول افغانان د یوکال څخه تر ډېرې مودې تغذیه کړي.

د سولې او دموکراسۍ له پاره د برابرۍ د بنسټ مرستیال ادریس عمرزاد وايي، چې په دغه راپور کې يې د جنګ او منازعې د لګښت په برخه کې ۸ برخې څېړلي دي، چې روغتیا، امنیت، بیا يوځای کېدل، معلول او ټپيانو، د خسراې جبران، ښوونه او روزنه، د بیخ بناو ویجاړول او د هغه اثر پر پراختیا او بې ځایه شویو برخې شاملې دي.

هغه زیاتوي، چې یاد راپور يې د ۲۰۱۴ م زېږدیز کال په اتوو لومړيو میاشتو کې په هرات، بامیان، ننګرهار، فاریاب، کندوز او کندهار ولايتونو کې له څېړنو وروسته جوړ کړي او شمېرې يې هم د افغانستان د ماليې وزارت څخه اخیستي دي.

د نوموړي په وینا، د دغه راپور د جوړولو پر مهال د سولې عالي شورا غړو، امنيتي مسوولينو او ځينو نورو بنسټونو سره خبرې اترې شوي دي.

د یاد بنسټ په وينا، په ۲۰۱۴ م زېږدیز کال کې شاوخوا ۸۶۹۹ تنه وژل شوي، چې د سړي په سر لګښت يې (۶۴۴،۸۰ ډالره) کيږي او ۶۷ میليونه ډالره يې د دولت مصرف زيات کړي.

د دغه بنسټ څيړني ښيي، چې په نړۍ کې د هرو څلورو مهاجرو په ډله کې يو افغان دی.

همدارنګه دغه راپور په ډاګه کوي، چې په روان ميلادي کال کې د بې ځایه شويو کډوالو شمېره ۹۶۴ زرو تنو ته رسيږي، چې دغه مسله اقتصادي بې ثباتي هم له ځانه سره لري.

د امريکا د سولې مطالعاتو د انستیتوت مشر شاه محمود میاخېل، چې د دغې څېړنې مالي لګښت هم د ده پر غاړه وه وايي، چې د دوی د څېړنو نتيجه حېرانوونکي ده.

هغه وايي، که په افغانستان کې جنګ نه وي او دغه پېسې په پراختيايي او نورو برخو کې ولګول شي، نو دغه هېواد به ډېر ژر پرمختګ وکړي.

له بل لوري د دغې ناستې يو تن ګډونکوونکې نجيبه ایوبي وايي، چې په جګړه کې ځينې د لګښتونو واقعيتونه د دغه بنسټ له لوري روښانه شوي او دغه واقعيتونه د خلکو څخه پټ ساتل شوي وو.

له دې سره سره د سولې او دموکراسۍ د برابرۍ مسوولين وايي، که چېرې د ۲۰۱۵ م زېږدیز کال د جنګ د لګښت په اړه څېړنې وشي، نو د دغه کال د جنګ لګښت به له ۹ ميليارډو ډالرو لا زیات وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام