د روزګان ولایت شهید حساس ولسوالي د سقوط په حال کې ده

د روزګان ولایت په شهید حساس ولسوالۍ کې له تېرو څلورو ورځو راپه دې خوا سخته جګړه روانه ده.

د دې ولسوالۍ امینه قومندان ولي داد د سټلایټ ټيلیفون پر لیکه سلام وطندارته وویل، چې په تېره څلور ورځنۍ جګړه کې تر دې مهاله د ۶۵ په شاخوا وسله وال او ۳۸ تنه پولیس وژل شوي او ۴۰ تنه پولیس او ۲۷ تنه وسله وال ژبل شوي دي.

ولي داد وایي، چې وسله والو تر دې مهاله دوې د ملي اردو او یوه د پولیسو امنیتي پوسته نیولې ده.

د ده پر خبره، که په راتلونکي یوه ورځ کې دوی ته وسلې او نور اړوند پوځی تجهیزات ور ونه رسېږي؛ مجبور دي، چې ولسوالي پرېږدي او له سیمې نه ووځي.

دی وایي، چې په زیات شمېر وسله وال د یادې ولسوالۍ د سقوط پر نیت راغلي دي او تعروضي جګړه یې پیل کړې ده.

قومندان زیاته کړه، چې په یاده ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راپه دې خوا مخابراتي شبکې په بشپړ ډول د وسله والو د لوري بندې شوې دي.

د ده پر خبره، چې د دوی ټپیان هم د یادې ولسوالۍ په روغتون کې پراته دي، چې هیڅ روغتیايي اسانتیاوې نه لري.

په دې اړه وسله والو طالبانو تر دې بریده رسینو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام