چارواکي: افغان ځواکونه به کندوز د طالب اورپکو هديره کړي

حکومتي چارواکي وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه به د وسله والو طالبانو په خلاف خلاف جګړه کې کندوز د دې اورپکو په قبرستان بدل کړي.

په همدې حال کې چارواکي ادعا کوي، چې په کندوز کې د ملي ځواکونو له لوري د دغه ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي سلام او د هغه مرستیال ذبیح الله له خپلو ۱۵ تنو ملګرو سره ووژل شول.

 د ملي امنیت لوی ریاست له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په ورته وخت کې د لښکرې طیبه د جګړه مارو مسول حارث هم وژل شوی دی.

امنيتي چارواکي خبر ورکوي،چې د طالبانو له خوا نومول شوي والي او ملګرو یې غوښتل چې د کندوز هوايي ډګر د برید لاندې ونیسي.

ملي امنیت ادعا کوي، چې دغه برید ددوی له لورې همغږی شوی و.

د هوايي برید په ترڅ کې بېګا شپه د (سپټمبر په ۲۹مه) د شپې ۹ بجې ووژل شول.

د لښکرې طیبه جګړه مارو مسول حارث د پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکی و، چې د خپلې ترهګرې ډلې په استازولۍ د کندوز د جګړې له پاره رالېږل شوی

د ملي امنیت خبرپاڼه وايي، مولوي سلام په کندوز کې د طالبانو د جبهې عمومي قومندان و او وژل یې د طالبانو پر روحیه مستقیماً اغېز لري.

خبرپاڼه لیکي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به طالبانو ته له کندوزه قبرستان جوړ کړي.

  بل خوا وسله والو طالبانو د مولوي سلام او دهغه د مرستیال وژل کېدل رد کړي دي او وايي چې سلام او ملګري یې د جګړې په سیمه کې دي.

د دوشنبې په ورځ وسله والو طالبانو د کندوز ولایت له بېلابېلو خواو پر دغه ولایت بریدونه وکړل او ډېرې دولتي سيمې يې په خپله ولکه کې ونیولې، خو افغان دولت وايي، چې ډېر ژر به دغه ولایت بېرته له طالبانو ونیسي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ افغان ځواکونو ته امر کړی و، د عملیاتو پر مهال پام وکړي، چې ولسي وګړو ته زیان ونه رسېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام