د طالبانو نوي رهبر ملااختر منصور د اختر په مناسبت په خپل را لېږل شوي پېغام کې تور پورې کړی، چې د بهرنيو هېوادونو له لوري د ميليونونو ډالرو مرستې غولونکي او لنډمهالې وې، ځکه بهرني هېوادونو په افغانستان کې په تېرو ۱۴ کلونو کې هيڅ بنیادي کار نه دی کړی.
ملااختر منصور په خپل پېغام کې دا تور هم پورې کړی، چې نړېواله ټولنه د فکري تخریب او د داخلي دښمنيو زياتوالي په برخو کې زیات فعاليتونه کړي.
د سیاسي چارو کارپوه فاروق بشر هم د طالبانو دغه ادعا تايدوي او وايي، چې نړېواله ټولنه د مارشال او نورو بنيادو طرحو د عملي کولو ژمنه کړې وه، چې تر اوسه پورې يې په کړووعدو عمل نه دی.
هغه زیاته کړه، چې د نړېوالې ټولنې پېسې يواځې يو د ګوتو په شمار خلک شتمن کړل.
ملااختر منصور په دغه پېغام کې ویلي، چې جنګ پر طالبانو تپل شوی او د امريکا په مشرۍ ټول ايتلافي ځواکونه افغانستان اشغال کړی دی.
هغه ویلي، چې د ملاعمر لاره به تعقيبوي.
د طالبانو نوی رهبر ملااخترمحمد منصور افغان حکومت او په هېواد کې نورو بهرنيو ځواکونو ته په اشارې سره ویلي، چې دوی د طالبانو ترمنځ د درز او انشعاب رامنځ کولو په تکل کې دي.
د طالبانو د نوي رهبر اختر منصور په پېغام کې، چې د طالبانو په ویب پاڼه کې خپور شوی راغلي، جنګيالي يې باید د ملکي تلفاتو په برخه کې خورا جدي و اوسيږي.
هغه ټينګار کړی، چې په جګړو باید ملکي خلکو ته هيڅ راز د سر او مال زیان ونه رسيږي.
نوموړي د سولې خبرو اترو ته هم اشاره کړې او ویلي يې دي، چې" موږ به دمذاکراتو په اړه له وخت اوتقاضا سره سم هغه پالیسي پرمخ بیایو چې د مقدس شریعت له اصولو، جهادي ارمانونواوملي ګټو سره سمون ولري."
اختر منصور ویلي، چې که د افغانستان (اشغال) نه وي، د افغانانو خپل منځي ستونزې د هغوی د خپل منځي تفاهم په وسیله حل کیدی شي.
د هغه په خبره د افغان لانجې د هواري په پلمه هر ډول خارجي فشار، نه یوازې دا چې ستونزه نه شي حل کولی، بلکې د نورو ستونزو د راپیدا کیدو لامل ګرځي.
هغه د افغان حکومت ته په اشارې سره ویلي، چې د سولې خبرې اترې به د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره مستقیم تړاو ولري.
همدارنګه فارق بشر هم وايي، چې د سولې عالي شورا ځينې غړي هم په هېواد کې د سولې راوستو پلويان نه دي.
هغه زیاتوي، چې که ملا اختر منصور د سولې خبرې اترې د نړېوالو ځواکونو په وتلو پورې تړلي بولي، نو په هغه صورت کې به افغانستان خپل سیاسي حیات ته دوام نه شي ورکولی.
د سياسي چارو د دغه شنونکي په وينا ملااختر منصور غواړي د سولې خبرو اترو په برخه کې د چانه زنۍ زمينه برابره کړي.
خو د سياسي چارو او د کابل پوهنتون استاد لطیف نظري بیا وايي، چې طالبان په افغانستان کې د خپل جنګ دوام د بهرنيو ځواکونو په شتون کې لټوي.
د هغه په خبره که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او د دوی د ملاتړ هېواد ګټې په خطر کې وي، نو بیا به هم جنګ همداسې دوام ومومي.
یاده دې وي، چې په دې وروستيو کې سيمه ییز بدلولونه په ځانګړي توګه د داعش ډلې ظهور د طالبانو په کړنو کې هم تغيرات راوستي او داسې ښکاري، چې غواړي ځينې نوي پلانونه تطبیق کړي.