شنونکي: د اوباما تازه پرېکړه د امنیتي ځواکونو مرال لوړوي

د رویټرز د راپور له مخې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د جګړې له پاره نوې پالیسې تاید کړې، چې له مخې یې په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته واک ورکوي، چې د هوايي عملیاتو په برخه کې له افغان ځواکونو سره په همغږۍ په طالبانو بریدونه زیات کړي.

د چارو شنونکي د اوباما د دې کار ملاتړ کوي، خو دوی دا اندېښنه هم لري، چې که داعملیات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ ونه شي؛ شونې ده، چې د ولسي وګړو تلفات به ډېرشي او دغه پېښې بیا ستونزې را پیدا کوي.

د چارو څېړونکی کابل خان تد بیر وایي، چې که امریکا د افغان امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ عملیات او هوايي بریدونه وکړي، ښه پایله به ورکړي او په ورته وخت کې به که د افغان امنیتي ځواکونو جنګي مرال هم لوړ وي.

کابل خان وايي، چې د امریکا د دې پرېکړې لامل ښايي، د هغو عادي امریکایانو نیوکې او بې باوري وي، چې امریکا په افغانستان کې په میلیاردونو ډالر ولګول او تلفات یې وکړل بیا هم په جګړه کې ناکام شول.

دی زیاتوي، چې بل لامل ښايي، په پاکستان د فشار راوړل وي، د دې امکان هم شته، چې د ترهګرو د ځپلو له پاره له ډېورنډ کرښې اخوا هم دغه عملیات وشي او هغه کسان، چې د تور بیرغ اچوتول له پاره تیار نه دي، وځپل شي.

د چارو بل څېړونکی عطیق الله امرخېل د اوباما د دې پرېکړې په اړه وایي، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې امریکایانو په ټولو امکاناتو طالبان نابود نه کړل، ښايي اوس خپله ناکامي پټه کړي او یا هم بل کوم پلان لري.

دی وايي، پایله مهمه ده، موږ یې پایله ګورو.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، چې دوی پخوا هم دغه غوښتنه کړې وه، ځکه چې جګړه د افغانستان خپله نه ده او ترهګر له بهره تمویلیږي او باید په بهر کې یې ځالې له منځه یووړل شي.

جنرال وزیري وايي، چې د افغان پوځ سره په همغږۍ عملیات د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه را کموي.

له دې مخکې اوباما اعلان کړی و، چې په ۲۰۱۷ کال کې به په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو شمېر له ۹ زرو ۸۰۰ نه ۵زره او ۵۰۰ ته را کم کړي.

خو په دې وروستیو کې هغه شمېر امریکايي جنرالانو، چې په افغانستان کې یې پوځې دندې کړې وې، له بارک اوباما څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې نه باید د امریکايي سرتېرو شمېر را کم کړي.

داسې ویل کېږي، چې د اوباما وروستۍ پرېکړ ښايي، د همدغو جنرالانو د غوښتنې په اساس وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام