د روغتیا وزارت چارواکو له ځان وژنې نه د مخنیوي د نړیوالو ورځې په مراسمو کې په افغانستان کې د ځوانانو د ځان وژنې د ډېروالي په اړه خبرداری ورکړ.
له ځان وژنې نه د مخنیوي لپاره ځانګړې شوې ورځ د (سپټمبر په ۱۴مې) سره برابره ده.
د روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو مرستیالې ناجیې طارق د دغې ورځې په اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې د نړیوال روغتيايي سازمان څېړنې ښيي، چې په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې په افغانستان کې ۱۲۰۵ تنو ځان وژنه کړې ده. د اغلې طارق په خبره، له دې جملې نه ۶۴۳ تنه ښځې او ۵۶۲ تنه یې نارینه دي.
د روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستیالې، بې کاري، کورنی او جنسیتي تاوتریخوالی، له نشه يي توکو استفاده او پوهنتونونو ته د لارې نه پيدا کول؛ د ځوانانو د ځان وژنې عمده لاملونه وګڼل.
هغه وړاندیز کوي، چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت باید ځوانانو ته په دولتي پوهنتونو کې د زده کړو ښې زمینې برابرې کړي او په پوهنتونونو کې دې د جذب کچه ډېره کړي.
د اغلې طارق په وینا په سلو کې ۱۵ سلنه افغانان، چې په رواني ستړیا اخته دي؛ د ځان وژنې وېره یې موجوده ده.
په ورته وخت کې د روغتیا وزارت د ښځو د روغتیا برخې رییسې مرغله خارا وویل، چې په هېواد کې د ځان وژنې مشخصې شمېرې نه دي په ډاګه شوي، خو اعلانېدونکي آمار تر ډېره تقریبي بڼه لري.
د خارا په وینا، ډېرې ښځې د کورنیو ستونزو او تاتریخوالي له امله ځان وژنې کوي، خو د خلکو او رسنیو له سترګو پټې پاتې کېږي.
د روغتیا د نړیوال سازمان استازې سپوریا وراسا فیتانا په دغو مراسمو کې وویل، چې په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې په ټوله نړۍ کې ۸ زرو تنو ځان وژنه کړې ده.