.jpg)
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپل کلني خپور شوي راپور کې ویلي، چې په ۱۳۹۴م لمریز کال کې د جګړو له امله ۳۱۲۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۶۳۰۲ نور ټپيان شوي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، چې په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د یاد کمېسیون مسوولان وايي، چې د غیر نظامي وګړو تلفات تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون رییسه سیما سمر وايي، چې د غېر نظامي تلفاتو د شمیر زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.
د نوموړې پر وینا، د تېر کال په پرتله د ملکي تلفاتو کچه ۱۷،۸ سلنه زیاته شوې.
میرمن سمر وايي، چې ۲۲۹۴ تنو د وژلو او ۴۴۷۶ تنو د ټپي کېدو اصلي لامل د طالبانو جلا شوي ګروپونه، حقاني شبکه، القاعده او داعش ډلو جګړي دي.
همدارنګه ۲۶۸ تنه د دولت له خوا وژل شوي او ۹۱۲ نور ټپيان شوي دي.
.jpg)
د دغه کمېسيون موندنې ښي، چې ۵۶۳ تنه د ناپيژاندو وسله والو له لوري وژل شوي او ۱۱۸۷ نور ټپيان شوي دي.
د بشري حقونو د راپور له مخې ځانمرګي بریدونه تر ټولو زیات تلفات لري.
د ځانمرګو بریدونو له امله ۷۸۱ تنه وژل شوي او ۲۴۳۳ نور ټپيان دي.
دغه شمېرې بیا ۵۹ سلنه زیاتوالی ښي.
سیما سمر د ټولو ښکیلو غاړو غواړي، چې د جنګ پرمهال دې نړېوال بشردوستانه قوانین په پام کې ونیسي.
نوموړې زیاته کړه، سره له دې چې دولت د تلفاتو د شمېر ټيټولو په برخه کې هڅې کړي، خو بیا هم دغه شميرې زیاتې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې یوناما هم په ۲۰۱۵م ز کال کې همداسې ورته شمېرې خپاره او د ملکي خلکو په نښه کول يې د اندېښنې وړ مسله بللې وه.





