د راغستان ځینې سیمې طالبانو ونیولې

د بدخشان د ولایتي شورا رييس عبدالله ناجي نظري ددې ولایت د راغستان ولسوالۍ د ځينو سیمو له لاسه د وتو خبر ورکوي او زیاتوي، چې وسله والو طالبانو ځينې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

نظري سلام وطندار سره په خبرو کې ومنله، چې نن سهار( جمعه) د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ له سختې جګړې وروسته د دې ولسوالۍ د بازار ځېنې برخې طالبانو لاندې کړې.

د دې ولایت د ولایتي شورا رييس زیاتوي، چې اوس هم د راغستان په بازار کې سخته جګړه روانه ده.

نظري په دولتي چارواکو د بې کفایتۍ تور پورې کوي او وايي، له څو ورځو راهيسې په دې سیمه کې جګړه روانه ده، خو ځايي مسولو چارواکو يې په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی.

هغه زیاته کړه، یواځې د ولسوالۍ ودانۍ د دولتي ځواکونو په ولکه کې ده، د پاتې نورو سیمو واک طالبانو په خپل لاس کې اخیستی.

د بدخشان د ولایتي شورا رييس ګوت څنډنه کوي، چې که د راغستان ولسوالي سقوط وکړي؛ نو د دې ولایت نورې مهمې ولسوالۍ یاوان او کوف اب چې د امو سیند سره نښتي دي، هم د سقوط له ګواښ سره مخ کېدلی شي.

د راغستان ولسوالي د بدخشان له مرکز(فیض اباد) سره په ۱۸۰مترۍ کې پرته ده.

په همدې حال کې د بدخشان د پولیسو قوماندان جنرال بابه جان سلام وطندار سره په تلیفوني اړیکه کې وویل، وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ یواځې یوې برخې ته لاره پېداکړې او ډير ژر به یې امنيتي ځواکونه مخه ونیسي.

بابه جان وايي، چې تازه دمي ځواکونه په سیمه کې د میشتو سرتېرو مرستې ته په رسېدو دي.

هغه زیاته کړه، تر غرمې به بېرته ټولې سیمې له وسله والو پاکې کړي او له لاسه وتلې سيمې به بېرته د حکومت منګولو ته ولويږي.

ددې ولایت د پولیسو قوماندان په دې نښته کې د تلفاتو شمیر په ډاګه نه کړ؛ خو وايي چې وسله والو طالبانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

بل لوري، طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د روان کال د پیل راهیسې طالبانو د نوي تکتیک له مخې د هیواد په شمالي ولایتونو کې جګړو ته زور ورکړ او په بدخشان، کندوز او فاریاب ولایتونو کې یې په څو وارې بريدونه ترسره کړل.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام