د افغانستان معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډلې د "آې، سي ار، سي" سره صلیب نړېوالې کمېټې په مالي لګښت د کرکټ په نړېوالو ۲۰ اوریزو سیالیو کې یوه بریا ترلاسه کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان لوبډلې په دې لوبو کې کوربه لوبډلې بنګله دېش ته په ۳ لوبغاړو ماتې ورکړه، خو له انګلستانۍ لوبډلې څخه یې یواځې د ۳ منډو په توپیر د تاریخي بریا چانس له لاسه ورکړ.
خبرپاڼه لیکي، چې د بنګله دېش خلاف سیالۍ کې کوربه لوبډلې په لومړي وار کولو سره ونه کړی شو، چې د افغان لوبغاړو مقابله وکړي او له همدې کبله د محمد الله او عبدالله د دوه دوه ویکټو په مټ په ۲۰ اوریزه لوبه کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو یواځې په ۱۱۹ منډو بریالۍ شوه چې افغان لوبډلې دغه هدف د محمد الله د ۳۲ منډو په مټ په وروستي اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.
دغه راز په ورپسې لوبه کې افغانستان لومړۍ د انګلستان لوبډله تر ۱۵۱ منډو را ایساره کړه او بیا یې په ځوابي لوبه کې ۳ منډی کمې جوړې کړې او په ۴ منډو یې د یوی تاریخي بریا مخه ډب شوه.
د یادونې وړ ده، چې انګلستانۍ لوبډلې پاکستانۍ معلولیت لرونکې لوبډلې ته په فاینل لوبه کې په ۱۹ منډو ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړ.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي، افغان لوبډلې په دې سیالیو کې ښکلې لوبې وکړې او تمه لري، چې معلولیت لرونکې لوبډله به هم د نورو ملي لوبډلو په څیر په نړېوالو ډګرونو کې د افغانستان بېرغ رپانده وساتي.
په دې سیالیو کې افغان معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه په ۸ ویکټو پاکستان ته او دویمه لوبه یې په ۶ ویکټو هندوستان ته بایللې وه.
د لوبډلې کپټان محمد اشرف په خپل ویډیوي پیغام کې ویلي وو، چې لومړۍ دوه سیالۍ یې د سختې ګرمۍ له کبله بایللې وې.
د بنګله دېش په کوربتوب په دې ټورنمنټ کې د افغانستان او کوربه بنګله دېش ترڅنګ د هندوستان، انګلستان او پاکستان معلولیت لرونکو وګړو کرکټ ملي لوبډلو هم برخه اخیستې وه.
پخپله افغان کرکټ بورډ هم د معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډلې له لوبو خوښ دي، چې هوډ لري د افغانستان د نورو ملي لوبډلو په څېر د افغانستان د کرکټ په پرمختګ او لاسته راوړنو کې خپل رول ولوبوي.