پوتین: د داعش په خلاف د امریکا هوايي بریدونه ګټور نه دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين په عراق او سوریه کې د داعش وسله والو په خلاف د امریکې پر عملیاتو نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د داعش په خلاف د جګړي اوسني تکتیکونه بریالي نه دي.

پوتین چې جمعې په ورځ (۴سپتمبر) یې د روسیې په مشرقي ښار ولاډي واسټک کې د یوې اقتصادي غونډې په پای کې خبرې کولې؛ د داعش وسله والو په خلاف یې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو نیوکې وکړې او زیاته یې کړه، چې دغه ډول بریدونه د داعش په ځپلو کې اغیزمن نه دي.

د روسیې دولتي خبري آژانس (ارآي ای) خبر ورکړی، چې پوتین په سوریه کې د داعش خلاف په جګړه کې د برخې اخیستو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په دې اړه څه ویل به له وخته مخکې وي.

پوتین ويلي چې حکومت یې په دې برخه کې په ګڼو لارو چارو غور او فکر کوي او اوسمهال د داعش په خلاف جګړه یې په ایجنډا کې شامل نه ده.

د روسیې ولسمشر زیاته کړې، چې دوی لا وار دمخه د سوريي ځواکونو سره په بیلا بیلو برخو کې مرستې کوي؛ پوځيانو ته یې دفاعي وسلې او جګړه ییزه روزنه ورکوي.

پوتین په خپلو خبرو کې وړاندې وویل، چې د سوریي ځواکونو سره دا مرستې دهغو هوکړو له مخې کوي، چې دغه هیواد سره یې له ۵ تر ۷ کلونو پخوا کړې دي.

تيره اونۍ ځینو اسراییلي رسنيو راپور خپور کړی و، چې روسیه په سوریه کې د داعش په خلاف د جګړې د پیل په تیاري بوخته ده. راپور د ځينو لویديځو سرچينو له قوله دا هم لیکلي و، چې روسي الوتکو لا له پخوا پوځي عملیاتو کې د بشارالاسد د ځواکونو سره په ګډه برخه اخیستې وه.

په همدې حال کې د سپينې ماڼۍ ویاند د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې ويلي و، چې په سوریه کې د روسي ځواکونو د عملیاتو په اړه ورکړل شوي راپورنه څيړي او په اړه یې ژورې پلټنې کوي.

سپينې ماڼۍ ویلي که ومومي، چې په سوریه کې روسي ځواکونه عملیات ترسره کوي؛ نو دا به په هغه هیواد کې د بې ثباتۍ سبب شي او دا به ځوابي غبرګون هم ولري .

په سوریه کې د داعش په خلاف په عملیاتو کې د روسي ځواکونو د برخې اخیستو په اړه بحثونه په لویدیځو رسنيو کې هغه مهال تاوده شول، چې په ټولنیزو شبکو کې ځینې داسې انځورونه خپاره شول، چې په کې ښودل کيږي، روسۍ الوتکې د داعش په خلاف د سوريې ځواکونو سره په ګډه په عملیاتو کې برخه اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام