په سومالیه کې د امریکا هوایي بریدونو د القاعدې لسګونه وسله وال وژلي

پنټاګون د دوشنبې پر ماښام ناوخته خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو د هوايي الوتکو له خوا په سومالیه کې د الشباب تندلارو په وسله والې ډلې بریدونه کړي دي او د دې ډلې ۱۵۰ تنه یې وژلي دي.

الشباب وسله والې ډلې د القاعده ډلې له ترهګریزې شبکې سره بیعت کړی دی.

روېټرز خبري اژانس په سومالیه کې د امریکا هوايي ځواکونو جنرال دوبرا جمیز له قوله لیکلي دي، چې د رسو نظامي هډه په اونیو اونیو د امریکايي جاسوسانو تر څار لاندې وه.

دغه جنرال ویلي دي، چې د دې برید لامل یو دفاعي غبرګون و. جمیز وايي، چې د دې نظامي هډې وسله وال په دې هڅه کې دي، چې له امریکايي ځواکونو او د افریقايي اتحاديې د سوله ساتو سره د جګړې هڅه کوي.

د سومالیې ولسمشر عبدالسلام عمر په هم د دې پوځي بریا په اړه ویلي، چې دغه برید د سومالیه د استخباراتي ډلې په مرسته او همکارۍ سره ترتیب شوی و.

د رویټرز خبرې اژانس پر دې راپور سربېره، د الشباب ډلې د رسو نظامي هډه په سیمه کې خپلو وسله والو ته د اوښتو زیانونو په اړه خاموشي غوره کړې ده.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام