دغه ځانګړي عطر په یوه تور ۱۰۰ ملي لېتره بوتل کې د پوتین له نقريي انځور سره بازار کې پلورل کېږي.

د دې "غوره" عطرو د پېژندګلوۍ مراسم  د جمعې په ورځ په مسکو کې نیول شوي و.

د "غوره" عطرو جوړونکی یو بلاروسی دی، دی ولادیسلوف ریکونووا نومیږي.

نوموړي د راشا توډي خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، چې دغه عطر د پوتین په شان ګرم، ظریف او په ورته وخت کې پیاوړي دي.

ولادیسلوف وايي، د دغو عطرو د جوړول ترکیب به پټ وساتي.

دغه "غوره" عطر د "لیدرز عطرونو" شرکت له خوا جوړ شوي دي.

د لیدرز شرکت ویلي دي، چې د دغو عطرو ډالۍ به د کرېسمس د جشن د نمانځې په مراسمو کې ولادیمیر پوتین ته ډالۍ ورکړي.

د دغه شرکت استازي وايي، چې "غوره" عطر به د نوي کال د جنوري په میاشتې کې په بازار کې وپلورل شي.

د عطرو بیه ۸۵ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده، جې ټولټال به ۱۰۰۰ بوتله جوړ شي.

د دوی په خبره د را تلونکي اکټوبر میاشتې پورې به د روسیې بازارونو په انلاین پلورنځایونو کې وپلورل شي.

لیدرز شرکت وايي، چې  دغو عطرو د پلورلو د ګټې له پیسو به د کرېسمس جشن د نمانځنې په مراسمو کې یتیمو ماشومانو ته ډالۍ ځانګړې شي.

دغه شرکت وايي، چې تر اوسه پورې یې د المان او چین هېوادونو له خوا د عطرو د پلور له پاره سپارښتنې ور لېږل شوي دي.

دغه طرحه د لومړي ځل له پاره په یوې مجله کې وړاندې شوې وه.

له دې مخکې د سن پټرز بورګ د چاکلېټو په نندارتون کې یو مجسمه جوړوونکي د ولادیمیر پوتین څېره له چاکلېټو جوړه کړې وه.

دغه مجسمه جوړونکي ویلي و، چې چاکلېټ د پوتین په شان نرم، د انعطاف وړ او په عین حال کې سخت دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام