افغان چپ لاسي تیزبالر شاپور ځډران ته د وروستیو بې سارو لوبو جایزه ورکړل شوه، چې په همدې سره د نړۍ په غوره کرکټ لوبډله کې شامل شو.
ټاکل شوې ده، چې نوموړی د نړۍ د اوسنیو او پخوانیو مشهوره کرکټرانو په ډله کې په یوه خیریه ۲۰ اوریزه کرکټ لوبه کې ولوبېږي.
د انګلستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ به د سپټمبر میاشتې په ۱۷ مه نیټه د نړۍ د غوره او د (هیلپ فارهیروز) غوره لوبډلو ترمنځ په انګلستان کې ترسره شي.
دغه سیالۍ د انګلستان د معیوبو او ټپي فوځیانو له پاره د مرستو راټولو په موخه ترسره کیږي، چې اوسمهال د انګلستان په یوه ځانګړې کرکټ اکاډمۍ کې منظم تمرینات هم ترسره کوي.
شاپورځډران وروسته له هغې د نړۍ په غوره کرکټ لوبډله کې د لوبېدو چانس ترلاسه کوي، چې روان کال یې د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب ۲۰۱۵ کال پنځوس اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو پرمهال کرکټ کارپوهان او مینه وال ځانته په ښکلو لوبو سره ګوته په غاښ کړل.
د شاپور ځډران ترڅنګ به د نړۍ په غوره لوبډله کې چې روزنه یې پخواني سویلي افریقایي اوپنر بیټسمین ګیري کرسټن په روزنه او د هندي بیټسمین سونیل ګواسکرپه منیجرۍ کې نیوزیلینډې برینډن مکولم، اسټرالوې میتیو هیډن، سویلي افریقایي ګریم سمت، سریلانکایې سنت جي سوریا، انګلستانې پوځی سټورم ګرین، نیوزیلینډې ټیم سوتي، نیوزیلینډې سکاټ سټایریس، پاکستانې عبدالرزاق، نیوزیلینډې ډنیل ویټوري او ویسټ انډیزې افسانوي کرکټربراین لارا لوبډلې ته غوره شوي دي.
دغه راز د (هیلپ فار هیروز) غورې لوبډلې له پاره هندي مهندر سینګ ډهوني، پاکستاني شاهد افریدي، سویلي افریقایي هرشل ګبز، انګلستاني انډریو سټروس، ګریم سوان، ډیرن ګف، سایمن جونز، میتیوهوګارډ او ډیرن ګف، فوځيان جیک وری او جنتن پارکر،اسټرالوې ډیمن مارټن او هندې ورینډر سیهواګ د لوبېدو له پاره غوره اخیستل شوي.
ویل کیږي، چې د نړۍ د غوره لوبډلې کپتاني نیوزیلینډي بې رحمه بیټسمین برینډن ټیلر ته او د (هیلپ فار هیروز) غوره لوبډلې کپتاني بیا د انګلستان له پاره د ایشیز لوبو ګټوونکې مشهوره کپتان انډریو سټروس ته ورکړل شوې ده.





