نوې څېړنه: د حکومت نه پاملرنې ځوانان تېښتې ته اړ کړي دي

ځوانانو ته د کاري زمینې نه برابرول، په حکومت کې ونډه نه ورکول او د ظرفیت لوړونې په برخه کې پانګونه نه کول د دې لامل شوي دي، چې ځوانان له حکومت څخه ناراضه شي او له هېواده  د تېښتې لاره غوره وګني.

د افغانستان د ټاکنو د څار موسسې په تازه ګۍ سره په څوو لویو ولایتونو کې د ځوانانو حالت په اړه څېړنه کړې ده.

د دغې موسسې رییس حبیب شینواري د ځوانانو د حالت څېړلو له پاره بلخ ولایت ته تللی و.

دی وايي، چې ناامني او وزګاري د دغه ولایت د ځوانانو له اساسي ستونزو نه دي.

شینواري وایي، چې په حکومت کې ځوانانو ته ونډه ورکول یواځې د رایو لاسته راوړلو له پاره ټاکنیز شعار و.

دی وايي، چې په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې ناامني او اوزګارتیا د ځوانانو پر مخ پرتې ننګونې دي.

د نوموړي پر وینا، د دوی څېړنې ښيي، چې ځوانان د حکومت په اړه ښه اند نه لري او لامل یې دا دی، چې حکومت د ځوانانو له پاره ځانګړی پروګرام نه لري.

شینواري زیاته کړه، د دوی د څېړنو پر بنسټ له ۷۵ تر ۸۵ سلنو پورې ځوانانو د حکومت له کړنو ناراضه دي.

له بل لوري د ولسي جرګې غړې برشنا ربیع وايي، چې نه یواځې په ملي یووالي حکومت کې بلکې په تېر حکومت کې هم ځوانانو ته ونډه نه وه ور کړل شوې.

د مېرمن ربیع پر وینا، په حکومت کې ځوانانو ته ونډه نه ورکول او په ناقانونه توګه بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو تګ زیان به څو کلونه وروسته برسېره شي.

په بلخ ولایت کې یو شمېر ځوانان د ژوند له سخت حالت نه اندېښنه ښيي.

د ځوانانو لپاره د ځانګړي وزارت جوړل، په حکومت کې ځوانانو ته ونډه، د ځوانانو د ستونزو حل د هغو ژمنو برخې وې، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د ټاکنو پر مهال کړې وې.

ټولنیزو چارو کارپوهان وايي، چې د ځوانانو غوښتنو ته ځواب نه ویل د دې لامل شوي دي، چې دوی بهرنیو هېوادونوته لاړ شي او که دغه چاره دوام وکړي په راتلونکي کې به لوی بحران رامنځته کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام