د دوستم په مشرۍ د فاریاب عملیات د پرمختګ په حال کې دي

په فاریاب ولایت کې د ولسمشر لومړي مرستیال په مشرۍ د الماس په نوم عملیات په چټکتیا سره مخ پروړاندې روان دي، په دغو عملیاتو کې تر اوسه پورې د قیصار ولسوالۍ ډېرې سیمې د طالبانو له موجودیته پاکې شوې دي.

د "شمشيری هفت" په نوم له عملیاتو وروسته د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له دوو ورځو راهیسې  د الماس په نوم عملیات پیل شوي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، چې تر دې مهال پورې امنیتي ځواکونو د قیصار ولسوالۍ تر شاخ بازار سیمې پورې مخته تللي دي.

د عبدالرشید دوستم پر خبره، په دې عملیاتو کې ۲۴ طالبان وژل شوي، ۱۲ تنه اسیران نیول شوي دي.

 ده همداراز وویل، چې د وژل شویو په ډله کې عرب، چیچنایان او ازبک خنګیالي شامل دي.

له بل لوري امنیتي مسولین وايي، چې  د عملیاتو په ترڅ کې یې ۱۵ کړۍ د سړک غاړې ماینونه هم له منځه وړي دي.

چارواکي زیاتوي، چې د غه عملیات به د قیصار ولسوالۍ په ټولو ناامنو سیمو کې تر سره شي.

عبدالرشید دوستم د روانو عملیاتو په اړه وویل، چې په راتلونکي کې به د چهارشنبه، هزار قلعه، بالامرغاب کلي د وسله والو له موجودیت نه پاک شي او د غورماچ ولسوالۍ ناامنه سیمې هم د الماس عملیاتو یو برخه ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمدرضا رضايي سلام وطندار ته وویل، چې دغه عملیات د فاریاب ولایت د چاڼ کولو او طالبانو د له منځه وړو لپاره پیل شوي دي.

د رضايي پر وینا، تر اوسه پورې ۲۵ کیلو متره سیمه، چې د طالبانو د ولکې لاندې وه د امنیتي ځواکونو له خوا پاکه شوې ده.

ده همداراز وویل، چې ۲۵ لوۍ او ۱۲۳ واړه کلي د طالبانو له موجودیت نه پاک شوي دي.

په ورته وخت کې امنیتي چارواکې دغه خبره هم وکړه، چې د بادغیس ولایت په اړوند سیمو کې الماس عملیاتو ته ورته عملیات یې پیل کړي دي، چې د طالبانو له موجودیت نه د سمیو له پاکوالي وروسته به دغه ځواکونه هم په فاریاب کې د الماس عملیات کوونکو سره یو ځای شي.

دا په شمال کې د لومړي هغه عملیاتو لړۍ ده چې مشري یې د ولسمشر لومړی معاون جنرال عبدالرشید دوستم په غاړه لري.

په دغه عملیاتو کې نه یواځې دا چې دوستم په خپله د جګړې قومانده په غاړه لري بلکې دوه زامن یې هم په سنګر کې تر څنګ دي.

دوستم لوړه کړې وه چې په شمال کې به د وسله والو تر ماتې جګړې ته دوام ورکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام