په فاریاب کې د ښځو اړوند د فلم جشنواره

د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د مېرمنو لپاره فلمي جشنواره جوړه شوه، چې په دغې جشنواره کې د ښځو د تاوتریخوالي، ناامنیو او مېرمنو د روحیې لوړولو په اړه جوړ شوي هنري او مستند فلمونه ايښودل شوي وو.

دغه جشنواره د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست او دښځو چارو ریاست له لوري د "میمنې فلم جشنوارې" په نوم جوړه شوې وه.

په جشنواره کې لنډ مستند فلمونه لکه د ژوند ټپ،افغانه نجلۍ، د رابعې د زړه درد، بیاځلي ژوند، التین، او سولې ته نوې هیلې په نوم فلمونه نندارې ته کېښودل شوي و.

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالرشید وايي، چې د دې جشنوارې موخه د مېرمنو د روحیې لوړول دي.

رشید زیاتوي، چې دا ډول جشنوارې په سیاسي، ټولنیزو، دیني، کلتوري او کورنیو مسایلو کې د ښځو سره مرسته کوي.

منصور زیاته کړه، چې په تېرو کلونو کې افغان مېرمنې محرمې پاتې شوې دي او د ښځو تاوتریخوالی یو له مهمو مسایلو نه دي، چې ښځې یې ډېرې ځپلي دي.

د دغه ولایت د ښځو چارو رییسه شریفې عظیمي وویل، چې د دا ډول جشنوارو جوړل د ښځو د تاوتریخوالي د کچې  کمېدو په برخه کې ځانکړې اغیزه لري.

له دې مخکې په هېواد کې د بشري حقونو د فاع کوونکو بسټونو په وارـ وار سره ویلي دي، چې د عامه پوهاوي د کچې کموالی، د سواد کچې کموالی، بېوزلي او له قانونه څخه ناخبرې د دې لامل شوې ده، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام