
د نسايي او ولادي او د ماشومانو برخې یو ۳۶۰ بستریز روغتون چې ۱۵ میلیونه یورو لګښت پرې شوی، نن د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د بلخ سیمهییز چارواکي وايي، یاد روغتون پنځه پوړه لري او د درملنې پر ټولو تجهیزاتو سمبال دی.
د بلخ د عامې روغتیا رییس میرویس ربېع وايي، دغه روغتون د المان له لوري د ۱۵ میلیونه یورو په لګښت جوړ شوی دی.
ورته مطالب:
لوړه مالیه؛ د خوست ډاکټرانو روغتیایي خدمات وتړل
د زابل په ولسواليو کې لازمې روغتیايي اسانتیاوې نهشته

د نوموړي په وینا، یاد روغتون به د بلخ او نورو شمالي ولایتونو میندو او ماشومانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړي.
ربېع زیاتوي، اوس هم په بلخ کې ۱۴۶ روغتیايي خدمتونه ودانۍ او نور لازم امکانات نهلري او د دغه ولایت د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکیو روغتیايي خدمتونو ته سم لاسرسی نهلري.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي د دغه روغتون د جوړولو هرکلی کوي او له مسوولانو یې غواړي چې ناروغانو ته په ښه ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.





