په دایکندي کې له کوره د نجونو تېښته دود ګرځېدلی

د دایکندي د ښځو چارو رییسه ذکیه رضايي سلام وطندار ته وویل، چې دایکندي د افغانستان د هغو ولایتونو په ډله کې شمېرل کيږي، چې له کوره د نجونو تېښتې پېښې په کې زیاتې دي.

یوازې په ۱۳۹۴ م لمریز کال کې د هغو نجونو شمېر، چې د دغه ولایت د جنايي مدیریت له خوا نیول شوي او نومونه يې د ښځو چارو په ریاست کې ثبت شوي ۱۴ ته رسيږي.

دا په داسې حال کې ده، چې نور داسې زیات نجونې شته، چې له خپلو کورونو تښتېدلې او نومونه يې ثبت شوي هم نه دي.

د دایکندي د ښځو چارو رییسه، د ځينو مسایلو په اړه د نجونو نه پوهاوی او د کورنیو سنتي چلند د دوی د تېښتې عمده لاملونه بولي.

له بل لوري د بشري حقونو د کمېسیون سیمه ييز مسوولین وايي، سره له دې چې له کوره د نجونو تېښته جرم نه ګڼل کيږي، خو دغه مسله بیا په دایکندي کې په یوه لویه ستونزه بدله شوې ده.

د دایکندي د بشري حقونو مشر جواد دادګري وايي، د دوی موندنې ښيي، چې زیات نجونې د کورنۍ د ناوړه چلند او د زیات ولور اخیستلو له امله دغه لوی خطر پر ځان مني.

هغه وايي، په زیاتو مواردو کې هغه نجونې، چې له خپلو کورونو تښتي بېرته يې وروستی کار طلاق او جدايي ته رسيږي.

زینب هغه نجلۍ ده، چې د خپل پلار له کوره تښتېدلي.

هغه وايي، چې پلار يې غوښته دا خپل یو خپلوان ته واده کړي، خو دې نه ده منلې، له کوره تښتېدلې او اوس په بامیانو کې د خپل خوښې هلک سره اوسيږي.

زینب وايي، د دایکندي نجونې حق نه لري، چې د خپلې خوخښې هلک سره واده وکړي.

د ګل پایش په نوم د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ بله اوسېدونکې وايي، مخکې له دې چې نجونې له کوره وتښتي باید په مختلفو لارو خپل پلار او مور ته قناعت ورکړي او هغوی راضي کړي.

هغه هم ټينګار کوي، که چېرې يې کورنۍ اوس هم په خپل نظر ولاړ وي او پرې نه ږدي، چې دا دخپلې خوخښې هلک سره واده وکړي، نو چمتو ده، چې له کوره و تښتي.

له دې ټولو سره سره د دایکندي سیمه ییزه اداره د ګډو ودونو د مراسمو ترسره کولو په واسطه غواړي، چې په ودونو کې د بې ځایه لګښتونو څخه مخنيوي وکړي او له دې لارې د نجونو له تېښتې هم مخنيوی وکړي.

د زیات ولوراخیستل، فقر، اوزګارتیا، د ټولنې د پوهاوي کچې ټيټوالی، اجباري ودونه او په ځینو مواردو کې د زورواکانو لاسوهنه هغه عمده مسایل ښودل شوي، چې له کوره د تېښتې لامل کيږي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام