افغان دولت او ملاتړو بنسټونو يې تېره ورځ سه شنبې د (جولای په ۱۴مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نقش د څېړلو په اړه درې ورځنۍ غونډه جوړه کړه.
د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري رسنيو ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې غونډې په لومړۍ ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدين رباني ويلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستيال پلاوی باید خپل ټول کارونه د لېږد له لسیزې سره برابر او په منظمه توګه د افغانستان دولت سره يوځای ترسره کړي.
په ياده غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له لوري ټاکل شوي استازي نيکولاس هیسم وویل، چې ملګري ملتونه په افغانستان د خپلې ارزونې د رول څخه هر کلی کوي.
ملګري ملتونه له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې کار کوي او د عامو وګړو د ژوند د ښه کولو کې لپاره يې خورا مثبت رول لوبولی دی.
په هېواد کې د ملګرو ملتونو استازي دا هم وویل، چې په افغانستان کې د دغه سازمان ارزیابي به له دوی سره مرسته وکړي، چې د دغه سازمان تېر کارونه تر کومه بريده ګټور وو او تر کومې کچې توانېدلي، چې د خلکو ستونزو او ضرورتونو ته رسېدنه وکړي؟
د ملګرو ملتونو سازمان له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول، ټولنیز، فرهنګي، اقتصادي او د ثبات د پیاوړتيا له پاره په شدت کار کوي.
په وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په مرسته وکولی شو، چې د ۱۳۹۳ م ل کال ولسمشریزو ټاکنو کړکېچ ښه مديريت او بالاخره د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ جوړ جاړي کولو وروسته ورته د پای ټکی کېږدي.





