غني: د بودیجې موثر لګښت په اړه د کاري ظرفیت نشتوالی په بنسټیز ډول حليږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د اروپايي اتحاديې سره په ګډه به د افغانستان په هغه بوديجوي چوکاټ کار وکړي، چې له مخې به يې په هرو څلورو کلونو کې د افغانستان بوديجوي پلان و ټاکل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني زياته کړه، چې د بوديجې د موثر لګښت له پاره په افغانستان د کاري ظرفیت نشتوالی يوه بنسټيزه ستونزه ده.

د افغانستان ولسمشر د جمعې ورځ ( ۲۰۱۵ زېږدیزجولای ۶ ) ناوخته په هغه غونډه کې، چې په (شراکت او انکشاف کې د افغانستان او اروپايي اتحاديې د مرستې) په اړه جوړه شوې وه وویل، افغان حکومت په دې هڅه کې ده، چې د هر افغان له پاره په مساويانه ډول کاري فرصتونه برابرکړي.

په دغه غونډه کې د افغانستان او اروپايي اتحاديې استازو ترمنځ د شراکت او پرمختګ په اړه د مرستې یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو.

افغان ولسمشر د اروپايي اتحاديې سفيرانو ته زياته کړه، چې د دغه هوکړه لیک په لاسليکېدو سره به په افغانستان کې د بودیجې موثر لګښت په اړه د کاري ظرفیت نه شتون ستونزه په بنسټیز ډول حل شي.

په همدې موخه په ارګ کې جوړې شوې غونډې کې د اروپايي اتحاديې استازو ته غني دا هم وویل، چې د کاري اسانتياوو په برخه کې به د حکومت ډېره پاملرنه د افغانستان فقیر، ځوانانو او ښځو ته ډېره وي، ځکه په وينا يې دغه درې قشرونه د تېرو څو لسیزو جګړو له امله سخت زیانونه ليدلي دي.

هغه زیاته کړه، چې د ټولو ستونزو سره سره راتلونکي ته هيله من دی او د حکومت یو له کارونو یې له تېرو تجربو زده کړه او په هغو کړنو بريالتیوب دی.

په همدې حال کې د اروپايي اتحاديې عالي استازۍ فدریکي موګیریني وویل، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې افغانستان زياتې لاسته راوړنې درلودې، خو لا هم د دغه هېواد پر مخ ډېرې ستونزې پرتې دي.

نوموړې زياته کړه، چې اروپايي اتحادیه تل د افغانانو ترڅنګ وو او د دغه پريکړه ليک له نهايي کېدو وروسته به د افغانستان او اروپايې اتحاديې ترمنځ اړيکې لا ښې شي.

د ويلو ده، چې دغه هوکړه لیک یو رسمي او ساختاري چوکاټ دی، چې د افغانستان او اروپايي اتحاديې ترمنځ مرستې مديريت کوي.

همدارنګه یاد هوکړه لیک د اروپايي اتحاديې یو له لس کلنو ژمنو څخه هم ګڼل کيږي، چې افغانستان په خپلو پښتو درولو په برخه کې مرسته کوي.

هېره دې نه وي، چې دغه هوکړه لیک وروستی نه دی او د نهايي کېدو له پاره به د اروپا اتحاديې پارلمان ته د تصویب او وروستي کولو په موخه هم ولېږل شي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام