د بغلان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د ځنګل ساتنې او طبيعي سرچینو مدیر محمد یونس ایماق سلام وطندار ته په ځانګړې مرکه کې وویل، سږ کال د تېر کال په پرتله د پېستې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
ایماق وايي، چې تېر کال یې د ځنګل ساتنې د کمېټو او د سیمې د خلکو له لارې ۱۰۰۰ ټنه پېسته راټوله کړې وه، چې ۷۰ میلیونه افغانۍ ګټه یې کړې وه.
د ده په باور، سږ کال به د بغلان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د متخصصانو د سروې ګانو پر بنسټ به دغه ولایت د پېستې ۱۵ زره ټنه حاصلات ورکړي، چې ګټه به یې ۱۰۰ میلیونه افغانیو ته ورسیږي.
دغه شمېرې د دې ښکارندويي کوي، چې سږ کال د بغلان ولایت د پېستې حاصلات د تېر کال پر پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د ځنګل ساتنې او طبيعي سرچینو مدیر د پېستې د حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه، ښه اقلمي شرایط، موسمي اورښتونه، د ځنګل ساتنې د کمېټې جوړول او د پېستو د ځنګلونو ساتنه ګڼي.
د بغلان ولایت ځنګلونه ۳۰ سنله د پېستې ونو نیولي دي.
دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ مسولین وايي، چې د پېستې د حاصلاتو راټولول د غبرګولي میاشتې په پای کې پیلېږي او د چنګاښ میاشتې تر پای پورې دوام کوي.
بغلان ولایت د هېواد په شمال کې یو له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه دی، چې ۳۸ زره او۳۰۰ سوه هکټاره ځمکه یې طبيعي ځنګلونو او ۲۰ زره هکټاره هغه یې د پېستې پر ونو پوښل شوې ده.
د بغلان ولایت نهرین، تاله او برفک، دهنه غوري، مرکزي بغلان، پلخمري، دوشي او برکه هغه ولسوالیو څخه دي، چې د پېستې ځنګلونه لري.
د پېستې حاصلات له هېواده بهر امریکا، عربستان، پاکستان او هند ته لېږدول کېږي.