د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د ملي دفاع نوماند وزیر محمدمعصوم ستانکزی، د افغانستان بانک نوماند رییس ډاکتر خلیل الله صدیق او د سترې محکمې عالي شورا ته دوه نومول شوي غړي هر یو محمد یوسف حلیم او انیسه رسولي، ور وپېژندل شول.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل، نوموړي کسان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش ولسي جرګې ته ور وپېژندل.
د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش، معصوم ستانکزی په کار پوه، مسلکي او وړ شخص یاد کړ او د جرګې له ټولو غړو څخه يې غوښتنه وکړه، چې ورته د اعتماد رایه ورکړي.
سرور دانش زیاته کړه، چې معصوم ستانکزی په انګليسي، عربي، روسي، پښتو او دري ژبو پوهيږي او د حربي ښوونځي څخه فارغ شوی دی.
پټه دې پاتې نه وي، چې دا لومړی ځل دی، چې سترې محکمې عالي شورا ته یوه ښځه د اعتماد رای اخیستو په موخه پېژندل کيږي.
که د ملي دفاع نوماند وزیر له ولسي جرګې د باور رایه واخلي په دې سره به کابینه بشپره، خو د سترې محکمې عالي شورا ۷ غړي، د سرې میاشتې رییس او لوی څارنوال لا هم نه دي معرفي شوي.
د ویلوده، چې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې کله چې معصوم ستانکزی د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش له لوري ولسي جرګې ته د باور رايې اخیستو په موخه معرفي کېده، نو د یادې جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي له لوري تالار ته دعوت څخه څو شېبې مخکې ځانمرګی برید وشو او هر څه يې ګډوډ کړل.
د امنيتي چارواکو په وينا په دغه بريد کې شاوخوا ۸ ځانمرګي بريدګر ووژل شول.