پر ولسي جرګې شوی برید پای ته ورسېد

نن د (جون په ۲۲مه) شاوخوا لس نیمې بجې د ولسي جرګې ته د تګ راتګ دروازې مخې ته یو په بل پسې ۱۰ چاودنې شوي، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د ځېنو وکیلانو په خبره، چې لومړی یو ځانمرګی د پارلمان ودانۍ ته ننوتی او هلته یې ځانته چاودنه ورکړي، خو تلفات نه لري.

د عیني شاهدانو په خبره، له چاودنو وروسته د ډزې پیل شوي او نښته تر اوسه روانه ده.

د نښتې پرمهال د ولسي جرګې وکیلان له تالاره سلامت وتلي دي.

د نښتې سیمه کې د افغانستان د پارلمان تر څنګ، ګڼې موسېسې او پوهنتونه هم موجود دي.

د عیني شاهدانو په خبره، وسله وال مخالفین له یوې مخامخ ودانۍ نه ډزې کوي.

اټکل کېدلو، چې نن ولسي جرګې ته د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش له خوا د ملي دفاع وزیر ورمعرفي شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی د وسله والو د ځپلو لپاره پوره چمتوالی لري.

بل خوا ویل کېږي، چې د کورنیو چارو وزیر انورالحق علومي له امنیتي ځواکونو سره د نښتې د کابو کولو لپاره سیمې ته تللی دی.

دغه حمل نن له غرمې وړاندې پای ته ورسېدله او سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کابو شوې ده.

وسله والو طالبانو د پېښې مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام