د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وايي، چې د منرالي زېرمو او کانونو د سلاکارې شورا د رامنځته کېدو موخه په اغیزمنه توګه د دغو زېرمو مدیریت کول دي، چې دغه چاره د هېواد والو د سلا له مخې رامځته شوې، چې د هېواد اقتصاد او ملي شتمني په ښه ډول پرمختګ وکړي.
د کانونو او پترولیم وزیر داود شاه سبا پرون د (جون په ۱۴مه) په یوې خبري غونډه کې وویل، چې دغه سلاکاره شورا د پوهنتون له استادانو، اقتصاد پوهانو، د کانونو، نفتو او ګازو له متخصصانو، حقوق پوهانو، مدني فعالانو، د منرالي زېرمو له شنونکو او د ولسي جرګې د طبیعي زېرمو د کمېسیون له غړو نه رامنځته شوې ده.
سبا وویل، چې دغه سلاکاره شورا به په هرو ۳ میاشتو کې یو ځل ناسته وکړي، چې د هېوادوالو له نظرونو نه په استفادې به د منابعو نه ښه ساتنه او استفاده وکړی شو.
د سبا په وینا، د متخصصو ظرفیتونو زیاتول، د زیاتې بودیجې لرل او پرمختللې ټکنالوژي د کانونو د کېندنې له پاره کلیدي توکي دي، چې افغانستان بې له دې نه شي کولای، چې صنعتي پراختیا او اقتصادي پرمختګ وکړي.
د حرکت ګوند مشر او د سلاکارې شورا غړي محمد علي جاوید وویل، چې د هېواد د اقتصاد مهم توکي منرالي زېرمې او قیمتي ډبرې دي.
د جاوید په وینا، افغانستان پرېمانه زیرمې لري، خو تر اوسه يې سالم مدیریت نه دی شوی.
له دې مخکې د کانونو وزیر د سل ورځني کاري پلان په وړاندې کولو کې تر دې سرلیک لاندې د یوې سلاکارې شورا د رامنځته کېدو ژمنه کړې وه.