افغان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ کرکټ لوبولو خوب ریښتیا کولو په موخه د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په برابرو (انټرکانټینینټل) جام سیالیو کې لومړۍ لوبه له سکاټلینډ سره ترسره کړه.
که څه هم دغه سیالۍ د باران ښکار وه خو ترې کوربه لوبډلې سکاټلینډ د افغانستان په پرتله ډیره ګټه پورته کړه او ۱۳ امتیازونه یې وګټل.
اصغرستانکزي د پچې ګټلو وروسته سکاټلینډۍ لوبډلې ته دلومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړه چې ښایي سیاله لوبډله به ژر وسوځوي خو د خپل بیټینګ له کمزوریو خبر نه وو.
د سکاټلینډ لوبډلې لخوا د ۲۳۳ منډو په ځواب کې افغان کرکټ ملي لوبډله په لومړي وار کې په ۱۳۲ منډو وسوځیده او لومړي ۶ امتیازونه یې کوربه لوبډلې ته وبایلل.
د لوبې په وروستۍ ورځ هم د باران له کبله دلوبې امکان نه وو چې دواړو لوبډلو باندې د لوبې پاتې ۱۴ امتیازونه په مساوي بڼه وویشل شول.
د نورو افغان لوبغاړو په پرتله د نړیوال جام راپدیخوا یواځې د سمیع الله شینواري ویره په سکاټلینډیانو ناسته وه چې د ۳ ویکټو ترڅنګ یې ۵۱ ناسوځیدلې منډې هم جوړې کړې او دلوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
په انټرکانټینینتل جام سیالیو کې د دویمې درجې غړو هیوادونو ۸ لوبډلې برخه لري چې دفاعي اتلې ایرلینډ د روان جام لړۍ هم عربي اماراتو ته په سترې بریا سره پیل کړه او لومړۍ لیکه یې ونیوله چې ورپسې نمیبیا دویم او سکاټلینډ بیا دریم مقام کې راغلې.
ټاکل شویده د روان نړیوال جام سیالیو په لومړي پړاو لوبو کې وروستۍ لوبه د روانې میاشتې په ۱۶ مه نیټه پي این جي له هالینډۍ لوبډلې سره ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د انټرکانټینینټل جام سیالیو په دوام به د روان کال په اګست میاشت کې دویم پړاو لوبې ترسره شي چی په کې به افغانستان په عربي اماراتو کې د (پی این جي) لوبډلې کوربتوب وکړي.





