د هند د بهرنيو چارو وزیره ششما سوراج وايي، چې د هندوستان په هکله نه د پاکستان په پالیسو کې بدلون راغلی او نه هم په نژدې راتلونکي د دغو چارواکو سره د هندي مقاماتو کومه ليدنه کيږي.
نوموړې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې ويلي، چې د نواز شریف په درېيو ژمنو تر اوسه عمل نه دی شوی.
یاده دې وي، چې د دغه هېواد ولسمشر نريندر مودي د لوړې په مراسمو کې نواز شريف اومودي، درې ژمنې کړې وې.
د راپورونو له مخې د دغو درېيو شرطونو څخه يوه مهمه يې دا وه، چې باید د پاکستان او هندوستان ترمنځ د ترهګرۍ سره د مبارزې او ختمولو په اړه خبرې اترې وشي.
په دې اړه ششما سوراج وویل، چې پاکستان تر اوسه پر خپلې دغې ژمنې عمل نه دی کړی.
نوموړې زياته کړه، که چېرې پاکستان او هندوستان پر دغه موضوع خبرې اترې کول غواړي، نو باید دواړه په مستقیم ډول سره خبرې اترې وکړي او بل منځګړی هېواد دوی ته د منلو وړ نه دي.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزیره وویل، چې هندوستان د ممبيي بريد کوونکی ذکي الرحمان ونيو او د اصولو له مخې يې د پاکستان حکومت ته وسپاره، ځکه هغه پاکستانی وو، خو پاکستان وروسته له څه مودې بند څخه هغه ازاد کړ.
هغه وايي، که پاکستان خپل دا شان کړنو ته دوام ورکړي، نو د دوی په هیڅ خبره به هم باور و نه شي.
اخوا د یو بل خبر له مخې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزیز ویلي، چې هندوستان غواړي په پاکستان کې نا امنيو ته لمن ووهي.
نوموړي زياته کړې، چې د چين او پاکستان ترمنځ د وروستي اقتصادي تړون له امله هند سخت اندېښمن دی او اوس غواړي پاکستان د دغې پانګې يا پروژې د تطبیق له پاره مناسب و نه ښيي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دښمن دا شان کړنې به هيڅکله هم کامیاب نه شي.
هغه وايي، چې د پاکستان اټومي ځواک هم د هندوستان خوبونه تښتولي دي.