د سرپل ولایت د ښځو چارو ریاست وايي، چې وسله والو طالبانو ۲ پېغلې مېرمنې د زنا او له کوره د تېښتې پر تور لومړی په دورو وهلي او بیا یې په ډزو ویشتي دي.
د دغه ولایت د ښځو چارو رییسه نسیمه ارزو وايي، چې وژل شوې پېغلې مېرمنې چې یوه ۲۴ کلنه روخشانه او بله یې ۲۵ کلنه حان افروز نومېده؛ د وسله والو طالبانو له خوا په مرمیو ویشتل شوي دي.
نوموړې زیاتوي، چې رخشانه د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ اوسېدونکې وه، چې له کوره د تېښتې او د زنا د هڅې پر تور د بند له ټاکل شوې مودې وروسته کله چې کور ته راستنه شوه؛ د وسله والو طالبانو له لوري ووژل شوه.
د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ اوسېدونکې ۲۵ کلنه جان افروز د زنا پر تور د پولیسو له خوا نیول شوې وه او پر نوموړي د کره اسنادو د نشتوالي له امله بېرته خوشې شوې وه، کله چې وسله والو طالبانو پیدا کړه لومړی یې ۱۰۰ دورې ووهله او وروسته یې په مرمیو وويشتله.
د سرپل ولایت امنیه قومندان حبیب ګلبهاري وايي، پولیس د پېښې د عاملینو د نیولو په هڅه کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بدخشان په بهارک سیمه کې ۱۸ کلنه ګلالۍ له مېړه نه له تېښتې وروسته یو کال د امن په کور کې هم تېر کړی؛ په عام محضر کې د کورنۍ په حضور کې د وسله والو طالبانو له له خوا په ګولیو وویشتل شوه.
د سرپل په ولایت کې د روان زیږدیز کال په اوږدو کې د ښځو د تاوتریخوالي په اړه ۱۷ پېښې ثبت شوي دي.