د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني وايي، وروسته له دې به د جمعې لمانځه د خطبو عنوانونه ملا امامانو ته به د پېغام ډول لېږدل کیږي.
عثماني په یو خبري کنفرانس کې چې د حج او اوقافو وزارت ۱۰۰ ورځنی پلان اورولو؛ وویل، وروسته له دې به د حج او اوقافو وزارت د جمعې ورځو خطبو عنوانونه د جوماتونو ملا امامانو ته په پیغام کې لیږول کیږي.
د دغه وزارت په پام کې لري، چې په ۱۰۰ ورځني کاري پلان کې د ملا امامانو د رسمیي ګومارنې له پاره دولتي بستونه اعلان کړي.
د دغه پروګرام پر بنسټ د ټولو اجیرو ملایانو بسټونه به رسمیت ته داخل شي او امامان به په رسمي ډول و ګومارل شي.
په دغه ۱۰۰ ورځني پلان کې دا هم وویل شول، چې د ملاامامانو له پاره روزنیز ورکشاپونه، تحصیلي بورسونه او د ملا امامانو د سطحې د لوړاوي په موخه بهرني علمي سفرونه هم په نظر کې نیول شوي دي.
عثماني وايي، چې د ملایانو ګومارنه به د ازموینې له لارې تر سره کیږي او له هغه وروسته به په جوماتونو کې ګومارل کیږي او روزنیز کورسونه به ورته نیول کیږي.
د دغه وزارت د برنامو پر بنسټ ملا امامان مکلف دي، چې د افغان حکومت له خوا د ځانګړو شرایطو له مخې خلکو ته تبلیغ وکړي.
د راپورونو پر بنسټ په تېرو کلونو کې ملا امامانو د نظام پر خلاف خلکو ته تبلیع کاوه، او ډېری منځپانګه به یې د مذهبي تاوتریخوالي پر بنسټ ولاړه وه.
د ولسمشر د فرمان په اساس ټولنې وزارت خونې په دې مکلف کړي دي، چې خپل ۱۰۰ ورځني پلانونه برابر او وړاندې کړي. د دې لړۍ لومړنۍ سر لاری د حج او اوقافو وزارت و، چې د خپل ۱۰۰ ورځني پلان کاري برخې یې د رسنیو له لارې په علني ډول د ولسمشر په موجودیت کې وړاندې کړې.