د افغانستان د ملي امنیت شورا او د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې د ملي امنیت د عمومي مشر رحمت الله نبيل او د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر ترمنځ د اختلافاتو شایعه بې بنسټه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ چهارشنبه د (۲۰۱۵ زېږدیز/مې ۲۰) په یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو کې، د نا معلومو او مشکوکو سرچینو له قوله، د افغانستان د جمهور رییس د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر او د ملي امنیت د عمومي رییس رحمت الله نبیل تر منځ د نظر د اختلافاتو په باب راپورونه خپاره شوي وو.
په راپورنو کې دا راغلي و، چې د وزيرانو په شورا کې د ملي امنيت عمومي رییس رحمت الله نبيل د افغانستان او پاکستان استخباراتي کړيو ترمنځ د پوهاوي ليک په اړه مخالفت څرګند کړ او هغه يې بې ارزښته وباله.
دغه راپورونه بیا د محمد حنیف اتمر په اړه ليکلي و، چې ده د رحمت الله نبيل په ځواب کې وویل، چې باید دغه پوهاوی لیک د ملي امنيت د کارکوونکو له لوري عملي شي.
د ملي امنیت د شورا دفتر او د ملي امنیت د عمومي ریاست له لوري په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی دغه څرګندونې کاملاً بې بنسټه بولي.
په اعلاميه کې راغلي، چې د ملي امنیت سلاکار او د ملي امنیت عمومي رییس د تل په څېر، په خورا دوستانه فضا کې د ملي یووالي د حکومت له پرېکړو سره سم د هېواد د لوړو ګټو د ساتلو له پاره ګډ کار کوي.