الکوزې شرکت د افغان کرکټ بورډ رسمي (سپانسر) اعلان شو

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي نن دوشنبه په کابل کې د الکوزي نړیوال شرکت د خرځلاو د څانګې له مشر میرویس سیال سره د لس کلونو لپاره مالي ملاتړ(سپاسرشپ) تړون لاسلیک کړ.

د کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي په برابره شوې خبري غونډه کې وویل چې د تړون له مخې به هر کال دافغانستان کرکټ بورډ خزانې ته ۱ عشاریه ۳ میلیونه امریکایي ډالره ګټه رسیږي.

د ښاغلي ستانکزي په وینا چې په دې پیسو به نه یواځې افغانستان ته نړیوالې سیالۍ برابریږي؛ ترڅنګ به په کې د افغانستان کرکټ لپاره اسانتیاوې برابرول او د ځوانو کرکټرانو روزل هم شامل وي.

د نوموړي په وینا چې مالي ملاتړ کوونکي (سپانسر) د ملا تیر رول لري خو د څه باندې یو کال راهیسي دغه څانګه فلجه وه خو اوس ویاړي چی په خپلو هڅو کې بریالي شول او کرکټ بورډ ته یی پیسې راوړې.

د شفیق الله ستانکزي په وینا، چې تړون شوې پیسې به په ۳ پړاونونو کې د دوړاو ادارو د ارزونې وروسته د افغانستان کرکټ د پرمختګ لپاره په کورني کرکټ، پرمختیایي چارو او د ملي لوبډلو په سفرونو او لګښتونو کې مصرفیږي.

د کرکټ بورډ اجرایوي مشر زیاته کړه چې د الکوزي شرکت د پیسو په بدل کې به دافغانستان ملي لوبډلې په لباسونو د الکوزي شرکت (لوګو) ولګیږي، ترڅنګ به د کابل نړیوال لوبغالي دالکوزي په نوم شي او دغه راز به کورنۍ کرکټ سیالۍ ددې شرکټ په (لوګو) سره ترسره کیږي.

په همدې حال کې د الکوزي نړیوال شرکت د خرڅلاو د څانګې مشرمیرویس سیال د تړون پرمهال وویل چې الکوزی شرکت ویاړي چې افغانستان ته د ورزش له یوې بلې ویاړ ګټوونکې ادارې سره ملګري کیږي.

د ښاغلي سیال په وینا چې لوبغاړي د سولې سفیران دي او په دې ویاړي چې د هیواد د ورزش دپرمختګ دنده کې شریک دي او د کرکټ د مالي ملاتړ سره مرسته کوي.

دیادونې وړ ده چې افغانستان د څوو کلونو راپدیخوا له (اتصالات) مخابراتي شرکت څخه مالي ملاتړ (سپانسرشپ) ترلاسه کوه خو د تیر یو نیم کال راهیسي دغه تړون لغوه شوی و.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام