په ۳ ولایتونو کې پر امنیتي پوستو د طالبانو ډله ییز بریدونه

په فراه ولایت کې نن سهار ( اپریل ۹مه) شاوخوا ۵ بجې په لسګونو طالبانو په ډله ییز ډول د ملي اردو په پوستو بریدونه وکړل.

د فراه امنیتي چارواکي وايي، له ۳۵۰ زیات طالب برید ګرو د فراه ـ فراه رود په سیمو کې د ملي اردو او پولیسو په پوستو بریدونه  کړي.

په فراه ولایت کې د ملي اردو ویاند عبدالروف رحماني سلام وطندار ته وویل، چې طالب بریدګر له امنیتي ځواکونو سره په نښته شول او یاده نښته لا تر اوسه ( د راپور د چمتوکولو تر وخت) پورې روانه وه او په دې برید کې د ملي اردو یو سرتېری ټپي شوی دی.

رحماني د طالب بریدګرو د تلفاتو د کره شمېر په اړه څه ونه ویلې خو زیاته یې کړه چې د لومړنیو راپورونو پر بنسټ په دې نښته کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت امنیه قوماندان فضل محمد صمدیار د دې خبر د پخلي ترڅنګ وویل، چې د ملي اردو، کمانډو او پولیسو مرستندویه ځواکونه د نښتې سیمې ته تللي دي او مخالفانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

صمدي وايي، چې تر دې مهاله جګړه د امنیتي ځواکونو په ګټه ده.

فاریاب او جوزجان

په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې هم تر دې دمه ۹ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي  او ۸ تنه نور یې ټپیان دي.

د جوزجان د پولیسو ویاند عبدالمنان روفي سلام وطندار ته وویل تېره شپه ( جمعه، اپریل ۸مه) په سلګونو طالبانو د شبرغان په سه شنبه تپه شهر برید وکړ چې په پایله کې یو پولیس او ۸ تنه وسله وال وژل شوي او ۵ طالبان او ۳ پولیس ټپیان شوي دي.

د روفي په وینا د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې څو ساعته دوام درلود او د نښتې سیمې ته د مرستندویه ځواکونو په رسیدلو سره طالبانو له سیمې تېښته کړي وه.

د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ سرپرست ولسوال محمد صالح صالح سلام وطندار ته وویل، تېره شپه ( جمعه، اپریل ۸ مه) وسله والو مخالفینو د دیوانه خانه، بخاري قلعه، تی جم او د ولسوالۍ په مرکز باندې برید وکړ او نښته د شنبې سهار تر پنځه نیمو بجو پورې دوام درلود.

صالح زیاته کړه په دې نښته کې ملافاروق مشهور په قاري عمر او ملا رسول "خطرناک ترهګر " وژل شوي او ۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې بیا په تازه ګۍ سره د طالبانو بریدونه زیات شوي دي او دمګړۍ وسله وال ځواکونه په څو جبهو کې له مخالفینو سره په نښته کې دي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام