دافغان کرکټ بورډ کلنی او بودیجوي پلان منظور شو

افغان کرکټ بورډ وایي چې د ولسمشر، کرکټ بورډ غړو او اداری لخوا برابر شوی کلنی او بودیجوي پلان منظور شو.

دافغانستان کرکټ بورډ لخوا سلام وطندار ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د افغان کرکټ بورډ غړو لومړۍ کلنې غونډه د چهار شنبې په ورځ د کابل په سرینا هوټل غونډو تالارکې جوړه کړه.

خبرپاڼه لیکي چې په دې کلنۍ غونډه کې د کرکټ بورډ لپاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان غوره شویو غړو د کرکټ بورډ سره د هرقسم همکاریو ژمنه هم وکړه.

کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ بورډ په دې کلنۍ غونډه کې د کرکټ بورډ د عمومي مشر نسیم الله دانش په ګډون د هیواد مالیې وزیراکلیل حکېمي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي، د ښار جوړونې وزیرسید سادات منصور نادري ، د ولسمشرحقوقي سلاکارمحمد علي محمدي، د چارو د ادارې د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست مرستیال فریدون الهام، ملي سوداګرسید سلمان سادات ، دالکوزي شرکت استازي میرویس سیال او د دنیا پوهنتون رییس احمد شاه سنګدل ګډون درلود.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه لیکي چې په دې غونډه کې د کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي او د غه راز د د کرکټ په چاروکې ولسمشر ځانګړي استازي مختارالله مختار هم برخه اخیستې وه.

د خبرپاڼې له مخې د کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي بورډ غړو ته په افغانستان کې د کرکټ تاریخچه او د کرکټ بورډ کلنی کاري او بودیجوي پلانونه د پریزنټیشن له لارې وړاندې کړل.

خپرپاڼه زیاتوي چې د کرکټ بورډ چارواکو له بورډ غړو وغوښتل چې افغان کرکټ بورډ سره د هیواد کرکټ د پرمختګ په موخه د سترو پلانونو په عملي کولوکې دوامداره همکارۍ وکړي.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه لیکي چې د غونډی په پای کې د کرکټ بورډ غړو کرکټ چارواکو ته ډاډ ورکړ چې همیش به یې د کرکټ د پرمختګ لپاره ترڅنګ ولاړ وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام