د برمته شویو لارویانو د کورنیو نه ختمېدونکی انتظار

په خدابخش پسې مې د مور د ډېرې ژرا له امله د سترګو دید کم شوی دی.

شپه او ورځ ژاړي او له څو ورځو راهیسې پرې د زړه حمله راځي.

د علي محمد ورور خدابخش د ۳۱ تښتول شویو لارویانو په ډله کې دی، دی د خپلې مور له اندېښمن حالت سر بېره وايي، چې کورنۍ یې په نازک اقتصادي حالت کې شپې او ورځې سبا کوي، په داسې حال کې، چې تر دې مهاله هیڅ دولتي بنسټ ورسره مرسته نه ده کړې.

دی وايي، چې د ټولو تښتول شویو مسافرو کورنۍ بې چاره دي، له حکومته غواړي چې د برمته شویو لارویانو د کورنیو انتظار پای ته ورسوي.

دغه ۳۱ تښتول شوي لارویان د تېر کال د کب په ۴مه د کابل کندهار په لویه لاره د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په سیمه کې د ناپېژانده مخ پټو وسله والو له خوا و تښتول شول او لا تر دې دمه یې برخلیک نا څرګند دی.

علي محمد وايي، چې ولسمشر د ملي امنیت په شورا کې د تښتول شویو لارویانو له کورنیو سره ژمنه کړې وه، چې د ملي امنیت رییس به هر دوه یا درې ورځې وروسته به د برمته شویو لارویانو په اړه نوي خبرونه د دوی له کورنیو سره شریکوي، خو لا تر اوسه د ملي امنیت رییس د برمته شویو له کورنیو سره په دې اړه هیڅ اطلا نه دي شریک کړي.

له بل لوري د ولسي جرګې استازو د ۳۱ تښتول شویو لارویانو د ناڅرګند برخلیک او په هېواد کې د وروستیو ناامنیو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ولسي جرګې استازي غلام حسین ناصري د دې جرګې په پرونۍ ناسته کې وویل، ولسمشر ادعا لري، چې د ۳۱ تښتول شویو لارویانو د خلاصو له پاره یې ۶ میلونه ډالر لګښت کړی دی په دې اړه دې جرګې ته ځواب ووايي.

ناصري زیاته کړه څرنګه چې حامد کرزي د کویټې یو هټيوال ته څو میلیونه ډالر په دې نوم چې د ملامحمد عمر استازی دی ورکړل، ښايي چې غني هم دغه پیسې د زابل ولایت یو هټوال ته ورکړي وي.

ولسمشر غني په ایران کې افغان محصلانو ته په وینا کې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې افغان دولت د ۳۱ تښتول شویو لارویانو د برخلیک په اړه پاملرنه نه ده کړې، ولسمشر وویل، چې تر دې مهاله یې د یادو لارویانو د خلاصون له پاره ۶ میلیونه ډالر لګښت کړی او په دې اړه یې په سختو شرایطو کې لوی عملیات کړي دي.

کبرا مصطفوي د جرګې بلې استازې وویل، چي د تښتول شویو لارویانو نه څو میاشتې تېرې شوي او حکومت تر دې دمه د دوی د ژوند او مرګ کوم خبر د دوی کورنیو ته نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر مدني فعالان او د تښتول شویو کورنیو غړي له ۲۸ ورځو راهیسې په زرنګار پارک کې د تحصن خیمه یې درولې دي او له حکومت نه غواړي، چې د دوی انتظار پای ته ورسوي.

دوی وايي، چې تر هغې چې د خپلوان د تښتوونکو له منګولو خلاص نه شي؛ خپله تحصن ته به ادامه ور کوي.

په هېواد کې د وروستیو ناامنیو زیاتېدل او د طالبانو د پسرلنیو بریدونو زور اخیستل ښايي، چې د ۳۱ تښتول شویو لارویانو مسله د حکومت له لومړيتوبونو نه لویدلې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام