د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي وايي، چې جنوبي ولایتونه د افغانانو، د دښمنانو او شمالي ولایتونه بیا برعکس د دوستانو له خوا د امنيتي ګواښونو سره مخامخ شوي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزیر نور الحق علومي وايي، د هېواد په جنوب کې تروریستان دي، چې جرړه یې بهر څخه سرچينه اخلي او په شمال کې بیا ټول هغه کسان دي، چې په نظام کې داخل دي، او د خپلو شخصي ګټو د ساتنې په موخه او د کانونو څخه په غېر قانوني ډول کار اخیستو په هدف په هېواد کې ناامنيو ته لمن وهي.
علومي کندوز ته د خپل سفر پر وخت په ښار کې وګرځېده او له خلکو سره یې له نږدې خبرې وکړې.
نوموړي کندوزيانو ته ډاډ ورکړ، چې په دغه ولایت کې به د روانو ناامنیو مخنیوی وکړي.
د کورنيو چارو وزیر زیاته کړه، چې ۴ تنه له غارونو راوتي وو اوس یې د امنيتي قواوو په مټ بېرته په غارونو ننویستلي دي.
ده دا هم وویل، چې د هېواد امنیتي قواو دښمنان له جنوبه راټول کړي او همداسې به يې د افغانستان په شمال کې هم لمن ورټوله کړي او سیند ته به یې وغورځوي.
نور الحق علومي زیاته کړې، پر هغو کسانو به زړه ونه سوځوي، چې د هېواد پر بچیانو زړه سوی ونه لري.
هغه وویل، د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې کره اصلاحاتو ته اړتیا ليدل کيږي، چې په وینا یې داسې پولیس باید جوړ شي، چې د ټولو افغانانو دفاع وکړي.
د افغانستان دغه جګپوړي امنيتي چارواکي زياته کړې ، که چېرې حکومت د ملي پخلاینې ته د زړه له کومي هڅه وکړي وسله وال طالبان به پخپله د سولې پروسې سره يوځای شي.
هغه وايي، د طالبانو شمېر ډېر کم دی، چې په هر ولایت کې ۱۰۰ کسانو ته هم نه رسيږي، خو په وينا يې د دوی ترڅنګ داسې کسانو امنيت خراب کړی، چې په ګډوډيو کې خپلې شخصي ګټې ويني.
یاده دې وي، چې د ده د راتګ څخه شاوخوا ۳۰ دقيقې وړاندې د کندوز په ښار کې په بایسکل کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي مواد وچول شول او په پایله کې ۶ تنه ټپیان شول.