دغه چاودنه د سهار په ۸ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د نوي کابل بانک د دروازې مخې ته شوې ده.
د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد د پېښې په ځای کې سلام وطندار ته وویل، چې ځانمرګی برید د نوي کابل بانک دروازې مخې ته شوی دی.
شېرزاد زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې ۲۲ تنه مړه شوي او له ۵۰ زیات ټپيان شوي دي.
شېرزاد وايي، ښايي په تلفاتو کې زیاتوالی راشي.
یوې امنیتي سرچینې سلام وطندار ته د نوم په نه ښودلو سره وویل، چې په چاودنو کې ۳۳ تنه وژل شوي او له ۱۰۰ زیات وګړي وژل شوي دي.
دغه پېښه د نوي کابل بانک د هغې څانګې مخې ته شوې، چې عموماً په کې دولتي مامورینو ته معاشونه ورکول کېږي.
د ننګرهار سرپرست والي ویاند احمد ضیاء عبدالزی وايي، چې تر دې د چاودنې اصلي علت معلوم نه دی.
عیني شاهدان وايي، چې په چاودنه کې لسګونه کسان وژل شوی او ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، چې تر دې چاودنې وړاندې د "ډوله کي بابا" په نامه مشهور زیارت هم په بمي چاودنې سره الوزول شوی، چې مسولیت یې داعش ډلې د یوې اعلاميې په خپرولو سره پر غاړه اخیستی دی.
بل خوا د ننګرهار ولایت مرکزي بانک ته څېرمې شوې چاودنې هم تلفات اړولي دي.
له نن ۴ کاله وړاندې د کابل بانک په دغه څانګه کې ډله ییز برید په لسګونو کسان وژلي او ټپيان کړي وو.
تر اوسه د دې پېښو پړه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.