
عزت بي بي وايي: "۵ کاله مخکې یو ځايي زورواکي، چې واده یې هم درلودلو، د دې کوژدن شوې لور یې وتښتوله او په زور یې په نکاح کړله. په ټولو دغو کلونو کې یې زما لور په اور ګرمو شویو سیخونو سخته شکنجه کړله او بلاخره یې ګلثوم په ګولیو سورۍ، سورۍ کړه او جسد یې وساتلو چې بوی وکړي."
د ګلثوم مور عزت بي بي د عدالت غوښتنې لهپاره د بغلان ولایت مرکز پلخمري ته راغلي ده.
نوموړې وايي، هغه چا چې لورې په زور سره نکاح ته اړ کړله؛ ځايي زورواکی دی او د بغلان ولایت خوست ولسوالۍ په "وغو" کلي کې اوسېږي.
د عزت بي بي په خبره، دغه سړي یې لور په اور ګرمو شویو سیخونو شګنجه کوله او بلاخره ګلثوم له ناچارې ورځې په خوست ولسوالۍ کې د خپلې خور کور ته وروتېښتېدله؛ خو د مېړه وسله والو کسانو یې نوموړې د خور له کوره راوویستله او له څوو ورځو بندي خانې وروسته یې په ګولیو وویشتله.
عزت بي بي وايي، د ګلثوم پلار د خپلې لور د شکنجې او وژلو له خبره سره سم سکته وکړله.

دا مېرمن وايي، څو ځلې د دغه ځايي زورواکې له خوا په مرګ ګواښل شوې ده.
د ګلثوم اوښی محمد اصف وايي، چې د پېښې له جریان څخه یې امنیتي ادارې خبرې کړې وې؛ خو پولیس د پېښې په مخنیوي کې پاتې راغلل.
د پېښې په اړه مو د خوست ولسوالۍ امنیې قوماندان او تورن شخص سره اړیکه ټینګه نه شوه؛ خو د بغلان د پولیسو ویاند په دې اړه د ځواب لهپاره د فرصت غوښتنه وکړله.
دغه راز د خوست ولسوال خلیل رحیمي وویل، د "وغو" کلی د طالبانو ترکنترول لاندې دی او هلته د امنیتي ځواکونو لاس رسی امکان نه لري.
د بغلان ولایت د ښځو چارو رییسه خدیجه یقین هم وايي، د پېښې سیمه کې طالبان واکمن دي او د پېښې په اړه د پولیسو نه لاس رسی په سیمه د طالبانو کنترول بولي.
خوست د بغلان له لرې پرتو ولسوالیو ده، چې د دې ولایت د نورو ولسوالیو په څېر د خپل سرو وسله والو ډلو موجودیت په کې احساسیږي.





