د فاریاب پر سیمه ییزې موسیقۍ د دینی عالمانو بندیز

د فاریاب ولایت سیمه ییز هنرمندان د سیمه ییزې موسیقۍ له اوسنۍ وضعې نه شکایت کوي

د افغانستان د هرې سیمې او ځای سیمه ییزه موسیقي خاصه ځانګړتیا لري. په فاریاب ولایت کې له ډېرې پخوا نه سیمه ییزه موسیقي د خوښیو په مراسمو او د موسیقۍ په شپنیو بنډارونو کې غږول کېږي.

د فاریاب ولایت د علماو شورا وروستۍ پرېکړې پر بنسټ سیمه ییزه موسیقي غږول منع شوې او په دې پرېکړې سره بومي کلتور په دې ولایت کې د له منځه تللو په حال کې دی.

کنشکا رویا، د فاریاب ولایت سیمه ییز هنرمند دی او دی د دې سیمې د خلکو په منځ کې ډېر شهرت لري، نوموړی لس کاله کیږي، چې په مسلکي توګه سیمه ییزه موسیقي غږوي خو له یوه کال راهیسې د خوښیو مراسمو ته هم نه دی بلل شوی او کوم عاید هم نه لري.

د دې ولایت سیمه ییز هنرمندان له دې حالته اندېښېنه ښيي او وايي، چې ډېرو سیمه ییزو هنرمندانو له خپل هنر په شا شوي دي.

د فاریاب د هنرمندانو د اتحاديې مشر ویس الدین سامل، وايي په دې وروستي یو کال کې پر سیمه ییزې موسیقۍ یو لړ بندیزونه لږول شوي دي، چې په پایله کې یې هنرمندانو له خپل هنر نه لاس په سر شوي دي.

سامل، له حکومته غواړي چې د سیمه ییزې موسیقۍ د ژوندي ساتلو له پاره کار وکړي.

په خوښیو او شپنیو بنډارونو کې د موسقۍ پر غږولو بندیز د فاریابي وګړي راپارولي او دغه کار د محلي موسیقۍ پرمخ ګوزار ګړي.

له بلې خوا د فاریاب ولایت د علماو شورا په خپله پرېکړه ټنګار کوي او وايي چې دوی پر موسقۍ له شرعي پلوه بندیز لګولی او وايي، چې موسیقي په اسلام کې جواز نه لري.

د دې ولایت د علماو د شورا رییس مولوي اسدالله حبیبي، وايي موسیقي د قراني دلایلو په نیسټ ناروا ده.

مولوي حبیبي د احزاب سورت د ۲۱ جز، ۵ ایت ته په اشارې وايي، چې ځېنې کسان بې معنا او پوچې خبرې اخلي. دی وایي چې د جمهورو مفسرینو قول دادی، چې د الله ج مراد په دې ایت شریف کې ساز، سرود او موسیقي ده. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام