لوګر کې یوې خواښې خپله۲۵کلنه اینګور حلاله کړه

د دغه ولایت د برکي برک سر پرست ولسوال انجنیر محمد رحیم امین سلام وطندار ته وویل نن یکشنبه ( ۴/۵/۲۰۱۵) غرمه مهال د دې ولسوالۍ په برکي راجان سیمه کې یوې خواښې خپله  ۲۵ کلنه اینګور لومړی په چاړه حلاله کړې او تر وژلو وروسته یې اور ورته کړی. 

ولسوال وایي د وژل شوې میرمني خواښې زبیده نیول شوې او د پولیسو له لورې ورنه پوښتنې او ګرویږنې روانې دي.

خو نیول شوې میرمن وایې اينګور یې نن غرمه دوه مخ پټو وسله والو په خپل کور کې وژلې ده.

دا د کابل د شاه دوشمېره له پېښې وروسته دویمه هغه ده چې یوه مېرمن لومړی وژل کيږي او بیا یې جسد سوځول کيږي.

افغان ولسمشر اشرف غني ویلي و چې له دې وروسته به چاته اجازه ور نه کړي چې په خپل سر بې عدالتۍ ته لاس واچوي.

خو د لوګر د پېښې د تورنې د څرګندونو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه دي خپاره شوي چې قاتلان مخ پټي وسله وال وو او که زبېده.؟

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام