ميرویس درې مياشتې وړاندې پر خپلې ۷ کلنې خور جنسي تېری کوي او د تخار پوليسو له لوري په همدې تور نيول کيږي.
په لومړيو کې د تخار سیمه ییز چارواکي هڅه کوي، چې دغه موضوع له رسنيو پټه وساتي، خو د مدني ټولنو او بشري حقونو د مسولینو پر مرسته د دغه سړي دوسيه قضايي بهیر ته اچوي.
د تخار ولایت قاضي، تېري کوونکي د اعدام سزا اوروي، خو کورنۍ يې بیا له رسنيو سره په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي.
په دې اړه د تخار ابتدايي محکمه پر تورن شخص د اعدام سزا اوروي او دوسيه يې استیناف محکمې ته ليږي.
د تخار ولایت د استیناف محکمه هم ۲۲ کلن میرویس ته د اعدام د سزا اوروي.
دغه سړی ميرویس نوميږي او له دې پخوا پرې ابتدايې محکمې د اعدام حکم صادر کړی و.
د تخار ولایت د استيناف محکمې قاضي مولوي عبدالرحمان رحماني په يوه علني جلسه کې اعلان وکړ، چې تجاوز کوونکي په خپل جرم اعتراف کړی، نو د قانون له مخې باید په دار و ځړول شي.
رحماني زياته کړه، چې پر جنسي تېري کوونکي شخص يې له ښځو سره د تاوتريخوالي قانون ۱۷ مې مادې دويم بند، د جزا قانون ۹۳مې مادې او د همدغه قانون ۱۴۹ مادې د لومړۍ فقرې پر بنسټ يې د اعدام د سزا حکم صادر کړی دی.
همدارنګه د تخار ولایت د ښځو چارو رییسه رزم ارا حواش بیا د تخار د استیناف محکمې له لوري له دغې پريکړې هرکلی کوي او وايي، چې پر ۲۲ کلن ميرویس باندې د اعدام د سزا حکم به د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه يو مثبت ګام وي.
دا وايي، چې د محکمې په دې پريکړې سره به عام وګړي هم پوه شي، چې جنسي تېري کوونکي په امان نه دي او دوی له پاره قانون سخته سزا ټاکلې ده.
اخوا ځېنې ښاريان او د مدني ټولنو غړي هم د دغې پرېکړې هرکلی کوي او وايي، چې د نورو تېري کوونکیو له پاره هم باید همدا شان د اعدام سزا واورول شي.
دغه نجلۍ صالحه نومېږي او کورنۍ يې نه غوښتل، چې له رسنيو سره په دې اړه خبرې وکړي.
تخار هغه ولایت دی، چې په دې ورستيو کې پکې د دا شان جنسي تېريو پېښې زيات شوي؛ له دې وړاندې د رسنيو له لوري په دغه ولایت کې د يو جومات ملا له خوا پر وړې نجلې د جنسي تېري خبر هم خپور شوی و.





