د هېواد امنیتي ځواکونو د میدان وردګو په ولایت کې د ملکي وګړیو د وژنې په تور ۱۵ تنه وسله وال نیولي دي.
د میدان وردګو او لوګر د ملي اردو د څلورمې لوا قومندان جنرال عبدالرازق ساپي سلام وطندار ته وویل، دا کسان تېره شپه د امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د سیدآباد په ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
تېره اونۍ د (مارچ په۲۴مه) د شپې یوولس نیمې بجې د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د هفت آباد په سیمه کې د مخ پټو وسله والو له خوا د ملکي وګړیو پر موټرو ډزې شوې چې له امله یې د یوې مېرمنې په ګډون ۱۳ تنه ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول .
ساپی وايي، د نیول شویو کسانو په ډله کې ملا نقیب الله د سیدآباد ولسوالۍ د طالبانو قومندان هم شامل دی.
جنرال رازق زیاتوي، له نیول شویو څخه ۷ تنو منلې ده، چې د ۱۳ ملکي وګړیو په وژنه کې لاس لري.
د لوګر او میدان وردګو د ملي اردو قومندان وايي، چې په دې عملیاتو کې ۷ میله وسله او ۱۵ پایي مخابرې هم په لاس ورغلې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې په ورځ ویلي وو، چې پر دغو مسافرو برید کوونکي هغه مخ پټي نامعلوم وسله وال ګڼلي وو، چې په وینا یې تر شا یې استخباراتي کړۍ دي.
د کابل – وردګ لویه لاره هر کال د پسرلي په موسم کې د ناامنیو له امله له دغه ډول برخلیک سره مخ وي. په وروستیو څو کونو کې پر دغه لاره زیات شمېر مسافرین د وسله والو د ډزو او زور زیاتي له امله وژل شوي دي.