د دغه هیواد د بهرنيو چارو وزیرې شسما سوراج ویلي، چې دوی پاکستان سره ښې اړېکې جوړول غواړي؛ خو برخلاف اسلام اباد د ترهګریزو ډلو ملاتړ ته په پرلپسې ډول ادامه ورکوي.
د هندوستاني رسنيو د خبر له مخې شسما ویلي، چې دغه هېواد لا هم د ترهګریزو بریدونو له ګواښ سره مخ دی او ددې له پاره به امنیتي تدابیر نور هم سخت کړي.
سواراج زیاته کړې، چې پاکستان د هندوستان سره دوستانه چلند نه کوي او د دغه هېواد پر خلاف یې هلو ځلو ته ملا تړلې ده.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزیرې رسنيو ته دا هم ویلي، چې اوس مهال په جنوبي اسیا کې د دغه هېواد هڅې د ستاینې وړ دي.
په ښکاره د کشمېر په سر پر شخړې اخته دغه دوه هېوادونه تل پر یو بل دا ډول تورونه پورې کوي.
د اسلام اباد او نوي ډلي ترمنځ په ورستي ځل اړیکې هغه مهال لا خړې پړې شوې، چې په ۲۰۰۸ م کال کې د هندوستان په تاج محل هوټل کې بمي چاودنه وشوه او پړه یې پر پاکستاني سخت دریځو وسله والو ډلو واچول شوه.
په دې ورستيو کې بیا داسې هڅې پېل شوي، چې دغه دواړه هېوادونه سره په ځېنو مسایلو د خبرو میز ته کېني، خو لا هم په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.





