غني: افغانان د امريکايي پوځيانو بې دريغه وتل نه غواړي

افغان ولسمشر وايي، حکومت یې له خپل هېواد څخه د امريکايي ځواکونو ژر وتلو پلوي نه کوي او په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پاتې کېدل د دغه هېواد راتلونکي په ګټه بولي.

ولسمشر اشرف غني زياته کړه، چې په افغانستان کې د داعش ډله خطرناکه ده؛ خو افغانان کولای شي دغه ډله له ماتې سره مخ کړي.

همدارنګه نوموړي وویل، افغانان به هيڅکله پرې نه ږدي، چې د هېواد امنيتي او سياسي وضعيت يې د عراق، شام، ليبيا او یمن په شان شي.

افغان ولسمشر د امريکا په ډيويډ کېمپ کې د هغه  هېواد د بهرنيو چارو وزیر جان کري، دفاع او د خزانې وزیرانو  سره وکتل.

په يوې ګډې خبري ناسته کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري وویل، چې افغاني او امريکايي چارواکي به په خپلو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيک او امنيتي تړونونو باندې په عمل او مرستو کولو وغږيږي.

جان کري وویل، چې امريکا د یو باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره فکر کوي.

دی وايي، چې متحده ایالاتو ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سفر اصلي اجنډا د دغه هېواد څخه امريکايي ځواکونو د وتلو په باب وه.

ولسمشر اشرف غني په ډيويډ کېمپ کې وویل، چې په دې اړه د امريکايي مشرانو سره په تفصيل خبرې شوي او اوس د ستراتيژيکې ملګرتيا په باب د افغانستان او امريکا متحده ایالاتو ترمنځ د شويو امنيتي او ستراتيژيک تړونونو پر عمل باندې خبرې کولو لپاره مهمه موقعه ده.

د افغانستان او امريکا ترمنځ د اوسنيو اړيکو په باب امريکايي رسنۍ هم خورا ډېرې تبصرې کوي.

دغه رسنۍ وايي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر خلاف اړيکې ښې شوې او د لا ښه کېدو په حال کې دي.

امريکايي رسنۍ زياتوي، د حامد کرزي څخه وروسته اوس اوباما پوه شوی، چې افغان لوړپوړي چارواکي يې ښه متحدان دي.

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د افغانستان د خلکو په استازیتوب د امریکا له پوځ او ولس څخه د تېرې لسیزې په اوږدو کې د کړو مرستو څخه مننه وکړه.

نوموړي وویل، په افغانستان کي د امریکايي سرتیرو قربانۍ او د امریکا د خلکو مرستې یو بنیادي تغیر راوستلی او حالات مثبت خواته درومي.

ولسمشر همداراز وویل، چې هېواد یې د تروریزم قرباني دی، خو دا قرباني هیڅ کله دوی د تروریزم سره له مقابلې نه شیي ګرځولی.

همدارنګه جان کري ویلي، سپينه ماڼۍ  د ۳۵۲ زرو افغان امنیتي ځواکونو لپاره د مناسبې بودجې چمتو کولو لپاره ژمن دی.

امريکايي چارواکو په دغو ګډو خبري ناستو کې ويلي، چې امریکا له افغانستان سره د ستراتیژیکې همکارۍ لپاره پر خپلې ژمنې ولاړه ده، خو د سپېنې ماڼې هڅه به دا وي، چې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر له ۳۵۲ زرو ټیټ نه شي.

غني وویل، په افغانستان د پاتې شویو پوځيانو د شمېر په اړه به امريکايي چارواکي پريکړه وکړي.

متحده ایالات دا هم وايي، که افغان دولت مشخص اصلاحات راوړي، نو امريکا به د افغانستان سره ۸۰۰ میلیون ډالر نوره مرسته هم وکړي.

د راپورونو پر بنسټ په پام کې ده، چې  د ۲۰۱۵ کال تر پایه په افغانستان کې له ۹۸۰۰ امریکايي ځواکونو یوازې ۵۵۰۰ پاتې شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام